افغانستان

د لوگر پاڅونوالو د طالبانو پر ضد له جګړې لاس واخيست

د لوگر پاڅون کوونکو خبر ورکړی، چې له دې وروسته د وسله والو طالبانو پر ضد جگړه نه کوي.

د مرکز پل علم د پاڅونوالو مشر سيد فرهاد اکبري پژواک سره يوې مرکه کې ويلي، چې نور له جگړې ستړی دی. د ښاغلي فرهاد تر قوماندې لاندې کسانو هم د هغه دريځ تایيد کړی دی.

اکبري وايي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې يې له سلو ډېر ملگري طالبانو سره په جگړه کې وژل شوي او کونډې او يتيمان ترې پاتې دي، خو په هېواد کې لا هم د سولې درک نه لگېږي. نوموړي ټينگار کوي، چې د سولې لپاره به هلې ځلې وکړي او ښکېلې خواوې به ورته راوبولي.

اکبري زياتوي، چې ياده موده کې توانېدلی شاوخوا دوه سوه کلي له وسله والو طالبانو پاک کړي، خو اوس له جگړې ستړی دی.

دی وايي: «له کومې ورځې چې د طالبانو پر ضد ولاړ يم، د مور په گډون مې د کورنۍ شپږ غړي له لاسه ورکړي، چې دې کار ذهني ستونزه را ته درولې او نور تکليفونه يې را پيدا کړي، خو کله چې د سولې غږ پورته کوم، زړه مې ارام اخلي».

د اکبري د ډلې غړو رسنيو ته ويلي، چې لکه څنگه چې جگړه کې د هغه تر څنگ ولاړ وو، داسې يې د جگړې پرېښودو کې هم ملاتړ کوو.

سيد فرهاد اکبري په ۱۳۹۱ کال کې د لوگر مرکز پل علم اړوند کلنگار سيمه کې له خپلو اتو سوو کسانو سره د طالبانو پر ضد وسله راواخيسته او تر ننه وجنگېد، خو اوس له ځان له جگړې ستړی بولي او په وينا يې د سولې په راوستو کې به هڅې وکړي.

نوموړي پخوا له دولته گيله کړې وه، چې ملاتړ يې نه کوي او که حالت همداسې وي دوی به له لوگره تېښتې ته اړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button