افغانستانسلايډ

جنرال دوستم د طالبانو په يوه کمين کې ټپي شوی

د ولسمشر غني لومړی مرستيال جنرال عبد الرشيد دوستم فارياب کې د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې ټپي شوی او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.

نوموړی څو ورځې مخکې فارياب ته د دې لپاره ولاړ، چې د طالبانو پر ضد د جگړې مشري وکړي. هغه ويلي وو، چې غورماچ ولسوالۍ به د طالبانو له شتونه پاکه کړي. طالبانو دا ولسوالۍ تېره اوونۍ له دولته نيولې وه او تېره ورځ بېرته ترې ووتل.

د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس د جنرال دوستم د ټپي کېدو خبرونه تاييد کړي، خو وايي چې نوموړی ژور ټپي نه دی. ډاکټر عبد الله ويلي: «خوشبختانه د جنرال دوستم ټپونه ژور نه دي او زه هيله لرم هغه ژر روغ رمټ شي».

د شنبې د ورځې په دې پېښه کې د يوه قوماندان په گډون لس تنه سرتېري وژل شوي، چې دوه تنه يې د جنرال دوستم ساتونکي دي. پېښه د سړک د غاړې د يوه بم د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

ځينو راپورونو تېره ورځ ويلي وو، چې جنرال دوستم د طالبانو کمين کې سخت ټپي شوی دی، خو د هغه نږدې کسانو د نوموړي هغه انځورونه خپاره کړل، چې دی په کې روغ ښکارېده.

په خپله د جنرال دوستم دفتر د پېښې په اړه رسنيو ته لا څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button