۶۸ کلن نیکه له خپلې ۲۴ کلنۍ لمسۍ سره واده کړی

۶۸ کلن سوداگر له خپل واده وروسته په دې پوه شو چې له خپلې ۲۴ کلنې لمسۍ سره یې واده کړی او د مشر زوی لور یې ده. سوداگر هغه وخت په دې حقیقت پوه شو چې ۲۴ کلنې مېرمن یې د هغه د ځوانۍ انځورونه کتل چې ناڅاپه یې د خپل پلار تصویر سره مخ شوې وه.
د سوداگر لومړنۍ مېرمن له سوداگر سره لفظي شخړه کړې وه او له خپل زوی سره یې د سوداگر کور د تل لپاره پرېښودلې وه او سوداگر نور خپل زوی د تل لپاره ونه کوت.
له دې پېښې وروسته سوداگر دویم واده وکړ او د ډېرو بچو پلار شو چې په ۲۰۰۹ کال کې یې له مېرمنې سره شخړه وکړه او هغه یې طلاقه کړه. په ۲۰۱۵ کال کې سوداگر د واده په انترنتي پاڼې کې له یوې ۲۴ کلنې نجلې څخه د واده غوښتنه وکړه او هغې هم دغه غوښتنه ومنله، سوداگر اوسمهال د ملیونونو ډالرو کاروبار لري.
د دې راز له خپرېدو وروسته نیکه او لمسۍ اعلان کړه چې دوی یو له بل سره خوشحاله ژوند لري او نه غواړي چې یو له بل نه بیل شي.