سيمه او نړۍ

امريکايي ښوونځي کې يو ماشوم د مسلمانۍ په تور ډبول شوی

اووه کلن ماشوم، عبدالعثماني د امریکا په کیرولینا ایالت کې د لومړي ټولگي زده‌کوونکی دی. عبدالعثماني د ښوونځي په موټر کې د خپلو پنځه تنه ټولگیوالو له لوري رټل شوی او بیا یې ډبولی دی چې له امله یې لاس مات شوی دی. د عبدالعثماني پلار ډاکټر ذیشان الحسن عثماني د عثماني د پېښې په اړه وايي: «عبدالعثماني څو وارې په ښوونځي کې د نورو ماشومانو له لوري رټل شوی وو، په وروستي ځل گڼو ماشومانو ورته ښکنځلې کړې وې او دوه نورو ډبولی وو چې د بدن گڼې برخې یې ټپۍ وې او لاس یې مات شوی وو».
ډاکټر عثماني زیاتوي چې زوی یې په ښوونځي کې د دې لپاره ځورول کېده چې مسلمان دی. له دې پېښې وروسته د عثماني درې ماشومانو او مېرمن یې امریکا د توکمیز تاوتریخوالي له کبله پرېښودله او خپل هېواد ته ستانه شول. ډاکټر عثماني وايي چې له پېښې وروسته یې د ښوونځي مسوولینو ته شکایت وکړ او هغو ورسره ژمنه کړې چې د پېښې په اړه به څېړنه کوي خو د ښوونځي مسوولین وايي چې ډاکټر عثماني د خپل زوی د داخلې پر مهال په دې اړه معلومات نه وو ورکړي چې گواکي زوی یې مسلمان دی. د ښوونځي چارواکو دغه راز زیاته کړې چې د پېښې په تړاو یې د موټر له چلوونکي او نورو ماشومانو سره ناستې کړي چې د عثماني د وهلو په اړه یې کوم سند او شاهد نه دی تر لاسه کړی.
ډاکټر عثماني وايي چې د ټرامپ له نوماند کېدو وروسته په امریکا کې د مسلمانانو پر وړاندي د خلکو چلند کې بدلون راغلی او په هر ځای کې ځورول کېږي. هغه زیاتوي چې په خپل گاونډ کې د خلکو له لوري ورسره ښه چلند نه کېده، ځکه چې مسلمان وو. عثماني وايي چې کله د ښوونځي ماشومان په دې پوه شوي وو چې د عثماني بچیان مسلمانان دي او یوازې حلال خواړه خوري نو ماشومانو به په زور پرې خپل خواړه خوړل او رټل یې.
ډاکټر عثماني له نن څخه اته کاله وړاندې د فلبرایټ سکالرشیپ له لارې امریکا ته تللی دی او تر اوسه هلته مېشت و. هغه د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالي دېته مجبور کړ چې امریکا پرېږدي او نور پاکستان ته وگرځي. د سپتمبر له یوولسمې پېښې وروسته په لویدیځ کې د مسلمانانو ژوند له ننگونو څخه ډک شوی دی او په گڼو هېوادونو کې د مسلمانۍ په جرم وژل، رټل او ښکنځل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button