پاموړ

د سويټرزلېنډ او جرمني تر منځ د الوتکې اته دقيقې سفرپيلېږي!

اسټرين ايرلاين په نامه د اتريش هوايي شرکت وايي چې ډېر ژر به د ۸ دقيقو هوايي الوتنه د سويټرزلېنډ او جرمني ترمنځ پيل کړي.
د سويټزرلېنډ او جرمني تر منځ واټن ۱۳ مايله (څه کم يوويشت کيلومتره) دی، چې تر منځ یې يو سيند بهېږي. د کشتۍ په وسيله به دا مزل تقريباً په يوه ساعت او ۲۰ دقيقو کې سرته رسېده، چې له الوتکې سره به دا واټن اته دقيقې ته راټيټ شي.
د الوتکې ټيکټ به شاوخوا ۴۴ ډالر وي او د نومبر په دويمه به لومړنی پرواز پيل کړي، هره ورځ به دوه الوتنې کېږي. يانې دومره وخت به مو په پرواز کې لګېږي لکه د حامد کرزي په هوايي ډګر کې دې چې په لومړني چيک پواينټ کې تېرېږي.
له دې مخکې تر ټولو کوچنی پرواز د اتريش د پلازمېنې ويانا او د سلواک د پلازمېنې بريټسلاوا ترمنځ و، چې ۱۰ دقيقې و ، خو وروسته بيا دا الوتنې بندې شوې.

نور احمد عایل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button