ملګریه! درته خپه یم
هغوي چې تېره ورځ یې په تشو هډوکو باندې هر څه وکړل او هر څه رد او بد یې چې یو او بل ته وویل څه به ورته نه وایم ځکه چې مونږ احساساتي خلک یو؛ زر احساساتي کېږو او خوشي مو له خولې نه رد او بد راوځي.
لومړی خو دا زمونږ لپاره د ډېر د شرم ځای دی، چې په مړیو او تېرو وختونو باندې دومره لويه ستونزه هم ځان او هم دې خوار او مظلوم ملت ته جوړو. مونږ باید له داسې وجدان درلودونکو ته ډېر خپه شو او د خدایه ورته دا دعا وغواړو چې خدایه ته هدایت ورته وکړي؛ او که د هدایت لایق نه وي خدایه ته یې هلاک کړي. چې نور راته ددې وروڼو تر منځ داسې اختلافونه نه رامنځ ته کوي.
زمونږ دا ځینې مشران مجبور دی، چې داسې پردۍ ډول ته نڅا وکړي او که یې ونکړي؛ نو بیا په دا مقام او دا پیسې او دا موټرونه د کومه کیږي؟ او سپری خاورې به په سرونو بادوی. امریکا او دهغوي ډالرونه زمونږ مشران دې ته مجبوري، چې تر څو د دې وطن د خلکو تر منځ داسې اختلافونه راپورته کړي چې حتی په ټول ژوند کې به یوه افغان هم په اړه سوچ نه وي کړي.
زمونږ دا ځینې مشران مجبور دی زه یې ملامت نه ګڼم ځکه چې داسې د وجدان نه لرونکي راته ښکاري لکه وجدانونه چې نلري داسې راته ښکاري نو څوک چې وجدان ونلري نو داسې کارونه په اسانۍ سره تر سره کولای شي.
خو زما چې زړه درد کوي او ډېر ورته خپه هم یم هغوي چې د خپلو پلرونو د غلا او چور ټوپکونه یې له کورونو نه راویستل او دا بې معنی دفن کول یې د یوه ویاړ په توګه په ذهنونو کې پیچکاري شول او رښتیا یې هم ومنله چې دا دی کار چې باید مونږ یې ترسره کړو. او ټپیان هم شول بې ځایه بې ځایه یې منډې هم وهلې او هسي بې ځایه یې خپل سرونه د لچکۍ په دسمالونو باندې وتړل او د کابل د غم ځپلو کوڅو ته ووتل، او د خپلو عقلونو ښه ثبوت یې راکړ. او د تاریخ په لویو حقایقو یې سترګې پټې کړی او د خپل ځان یې ومنله.
زه پدې درته خپه یم چې ولې ته دومره ضعیفه شوي یې چې د ښه او بد تر منځ توپیر نه شي کولای. زه پدې درته خپه یم چې ته ولې دومره له فکره او عقل نه کمزوی دی چې داسې لیونیانو په خوله تیرولتي. پدې درته خپه یم چې ولې مو عقیده دومره کمزوي ده چې تل یوې او بلې خواته ګرځي. خو بیا هم خیر تېر په تېر هېر په هېر.
زما د بدن ټوټو، زما ځوریدلې قومه، زما ملګرو، زما وروڼو زمونږ ډېرې مشران پلورل شوي خلک دی؛ هر کړنې یې زمونږ تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو په خاطر دی. هر کار یې زمونږ د اتفاق د له منځه وړلو لپاره دی. دا د امریکا شوم او ناولي اهداف دی چې غواړي لدې لارې مو له منځه یوسي او تر منځ مو داسې تفرقه واچوي چې کورنۍ جګړې ته مو اړ کړی؛ نو اې! وړوڼو خپل دوست او دوښمن وپېژنئ د خپلو مشرانو د لاس د نانځکې مه کیږئ مه د نورو د موقف د لوړولو په خاطر خپل عزت له لاسه ورکوئ. په خپلو افغانو وروڼو پورې تورونه مه لګوئ، راشئ د دوستي لاس ورکړئ، ددې نه تاسې ته نږدې څوک نشته مشران مو د خپلو لاسونو ألې جوړوي او درنه استفاده کوي. تر هغې چې درنه استفاده کولای شي وروسته مو له ځانه د د استفاده شوي شي په شان لیري غورځوي. تاسې دومره بې فکره شوي یاست؟ آیا له ټولټاکنو مو زده نه کړل؟ هغه د یو بل سرونه به مو چې پرې ماتول اخر څه وشول؟ دوې ارګ ته ورسېدل او تاسې یې په هماغه خپل غربت او جنګ کې پرینښودلې.
نړۍ چرته روانه ده مونږ چرته روان یاستو ولې تر څو به دا کارونه کوي؟ لږ منتقي فکر وکړئ او لږ خپل عقلونه په کار واچوئ. دا شوم پلانونه زمونږ ترمنځ د نفاق په خاطر دی اې افغانانو! دا پلانونه د خپلو پلرونو په ګټلو مو د جګړې لورې ته بیایي، هېڅ ګټه پکې نشته دا کارونه پریږدئ. دا مشران مو تاسې ته ګټه نشي رسولای ځکله دوی په خپله د نورو تر لاس لاندې دی او د نورو د لاس الې دی.
له ځانونو نه مو رښتني رهبران جوړ کړئ، او ددې وطن رښتني خادمان ځانونه جوړ کړئ، دې وروسته پاتې افغانانو ته خدمت وکړئ.
او بیا هم وایم زه مې هغه هېوادوالو ته ډېر خپه یم او زړه مې په ډېر درد وکړ، چې په زړوڼو کې یې جاهلیت او ناداني دومره زیاته شوي ده، چې د ښه او بد تر منځ توپیر نشي کولای او حقیقت او توطیه نه پېژني.
اې! افغانانو دا د قلم پېړۍ ده فکر پرې وکړئ، د ټوپک او د زور وهلوو وخت ندې.
لیکوال: شبیراحمد سلیمي نړیوال