
د جنوبي کوریا یوې ډاډمنې سرچینې خبر ورکړی چې د شمالي کوریا د لومړي وزیر مرستیال هیو یونک چول اعدام شوی دی. هیو یونک چول تر ۲۰۱۲ پورې د شمالي کوریا د ښوونې او روزنې وزیر پاتې شوی وو او له هغې وروسته یې په خپل ماموریت کې پرمختگ وکړ او د ښوونې او روزنې په چارو کې د لومړي وزیر مرستیال وټاکل شو.
تر دې دمه د شمالي کوریا رسنیو د هیو یونک چول د اعدام په تړاو کوم خبر نه دی خپور کړی. د جنوبي کوریا له لوري په خپاره شوي خبر کې راځي چې هیو یونک چول د دې لامله په اعدام محکوم شوی وو چې د انقلاب له اصولو یې سرغړونه کړې ده. هیو یونک چول همدا رنگه د کیم یونک جین له ځینو پالیسیو سره موافق نه وو.
ویل کېږي چې هیو یونک چول تېره میاشت د محکمې له لوري په اعدام محکوم او په ډزو وژل شوی دی. تر دې مخکې د شمالي کوریا لومړي وزیر خپل د ترور خاوند د بېوفايئ او ډلې ټپلې جوړولو په تور اعدام کړی وو.
د شمالي کوریا لومړی وزیر کیم یونک جین په ۲۰۱۱ کال د خپل پلار ځای ناستی او د شمالي کوریا مشر وټاکل شو.