څيړنه

د افغان-امريکايي پوهنتون د بريد په اړه د افغان روڼ اندو غبرګون

په پېښور کې د پاچا خان پر پوهنتون له برید څخه څو مياشتې وروسته کابل کې پر بلې تعلیمي ادارې، «افغان-امریکايي» پوهنتون تېره اوونۍ د اګست پر ۲۳مه نېټه برید وشو، چې له امله یې د پوهنتون یو استاد، اووه تنه محصلین، د پوهنتون درې تنه امنیتي مسؤولین او د ځانګړو ځواکونو دوه تنه غړي او یو قومندان په کې ووژل شول.

تر دې دمه پر افغان امریکايي پوهنتون د برید پړه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو داسې انګېرل کېږي چې د حکومت مخالفو وسله‌والو دغه برید تر سره کړی دی.

استنبول مېشت افغان لیکوال او څېړونکی برهان عثمان چې، د الجزيره (انګلش) په ګډون له نورو نړيوالو رسنيو سره همکاري لري، پر افغان امریکايي پوهنتون برید غندلی او وايي چې په دغه برید کې ټول زیان افغانانو ته اوښتی دی. د هغه له نظره وسله‌والو مخالفینو ته چې د بهرنیانو پر وړاندې د جگړې شعار ورکوي، کوم زیان نه دی اوښتی. برهان په دې اند دی، چې د دې پوهنتون نوم امريکايي دی خو محصلین یې یوازې افغانان دي او دا ښکاره وه چې د برید له امله به ټول زیان افغان محصلینو ته اوړي.

وحيد عمر، د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند او په روم کې مېشت ډیپلومات په خپله فیسبوک پاڼه کې دغه برید غندلی دی او زیاتوي چې پر افغان امریکايي پوهنتون برید کې مو یوازې بې‌وزله افغانان چې کلونه عمر یې د لوړو زده‌کړو د لاسته راوړلو لپاره خوارۍ کړې وې، له لاسه ورکړل.

دغه راز د سیاسي چارو څېړونکی او د کابل پوهنتون استاد، فیض محمد ځلاند پر ښوونیزو مراکزو برید غندلی او زیاته کړې يې ده چې پر يادو مراکزو برید د زغم وړ نه دی او «د افغانستان پر ښکلي نن او روښانه سبا برید دی». هغه له ټولو څخه غوښتي چې د دغه ډول بریدونو پر وړاندې خنډ شي، د ملي یووالي روحیې ته کار وکړي او په گډه سره د سولې لپاره کوښښ وکړي.

ټولنیز فعال او د همیاڼۍ مجلې پخوانی مسوؤل، شفیع اعظم اوریاخیل هم دغه برید غندلی او وايي چې په تعلیمي مراکزو برید که هر ډول توجیهات ورته وشي بیا هم بریدگر او پلانوونکي په ټوله معنا پړه گڼل کېږي. اعظم زیاتوي: «امریکایي پوهنتون که په هرې ډلې او فکري خط پورې وتړل شي بیا هم پوهنتون و او ګټه اخیستونکي یې عام افغانان دي او په راتلونکي کې دې هېواد ته ګټور ثابتېدای شوای».

همدارنګه افغان لیکوال، زاهد جلالي له ایکسپریس ټرېبيون ورځپاڼې سره پر امریکايي پوهنتون برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې پر تعلیمي مراکزو برید هیڅ ډول توجېه نه لري. هغه زیاته کړې چې د کابل پوهنتون او افغان-امريکايي پوهنتون د محصلینو ترمنځ کوم توپیر نشته دی، افغان امريکايي پوهنتون کې عادي افغانان د فيس پر وړاندې زده کړې کوي د امريکا موافق او مخالف دواړه په کې زده کړې کولای شي. جلالي وايي، دغه پوهنتون چې د کوم فکر له پاره جوړ شوی او څنګه ماحول لري، زما په ګډون ښايي نور ډېر افغانان ورسره مخالف وي، خو فکر ته بايد په فکر ځواب وويل شي، نه په ټوپک.

بلې خوا ټولنیز فعال او د جمعیت اصلاح د ځوانانو مشر، مدثر اسلامي هم پر تعلیمي او تحصیلي ادارو برید د ټولنې لپاره د تیاره راتلونکي پیلامه بللې او زیاته کړې يې ده چې د بې‌گناه محصلینو وژل او ټپي کول په هېڅ ډول توجه کېدلای نه شي. اسلامي له ټولو خواوو غوښتي چې د تحصیلي مراکزو او محصلینو خوندیتوب ته باید ژمن پاتي شي او د لوړو زده‌کړو د لاسته راوړلو لپاره باید ممکنه هڅې وکړي.

عموما په ټولنیزو شبکو کې، د نورو بريدونو او پېښو پر خلاف، پر افغان-امريکايي پوهنتون بريد د افغان روڼ اندو له لورې ډېر وغندل شو او پر تعليمي ادارو بريد د ښه افغانستان پر راتلونکي بريد بلل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button