افغانستانخبرونه

«امریکايي او افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو زندان مات کړ»

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي مرکز د ادعا له مخې، د امریکايي او افغان ځانګړو ځواکونو ګډو عملیاتو د طالبانو یو زندان مات کړی او ۴۰ افغان امنیتي ځواکونه یې ترې خوشې کړي.

له هلمند څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې بېګا شپه بهرنیو او افغان ځانګړو ځواکونو په نوزاد ولسوالۍ کې ګډ عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې افغان امنیتي عسکر چې د طالبانو سره په زندان کې بندیان وو، ازاد کړل.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې دغه عملیات بېګا شپه ترسره شوي. د خبرپاڼې له مخې دوی لومړی زندان ونیوه او بیا یې ترې ۴۰ ملي اردو، ملي او سرحدي پولیس ازاد کړل.

امریکايي ځواکونو زیاته کړې چې د دوی لخوا خوشې شوي عسکر يې د ملي دفاع زوزارت ته سپارلي څو روغتیايي اسانتیاوې ترلاسه کړي.

خبرپاڼې ویلي چې په دې اړه لا جزییات نشته چې یاد عسکر څنګه طالبانو نیولي وو.

په عین حال کې د میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستیال شکیل احمد تسل د هلمند له نوزاده د امنیتي ځواکونو په شمول د ۶۰ کسانو د خوشې کېدو ادعا کړې ده.

د ۴۰ عسکرو د خوشې کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې څه موده وړاندې په هلمند کې د افغان ملي ځواکونو ۶۵ عسکر وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شول.

طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. خپلواکو سرچینو هم د دغه خبر پخلی نه دی کړی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button