ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ژمنه کړې چې په خپل منځه کې شته ستونزې له منځه یوسي او په راتلونکي کې ښې اړیکې ولري. دواړو مشرانو دغې ژمنې په خپلې دریېمې ناستې کې کړي دي.
د اگسټ په ۱۱ اجراییه رییس د ځوانانو د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې پر ولسمشر اشرف غني نیوکې وکړې چې د ملي یووالي د حکومت پر پرېکړه لیک عمل نه کوي او ورسره یې ولسمشر په دې تورن کړ چې له اجراییه رییس سره یې په تېرو درې میاشتو کې د یو وار لپاره هم کتنه نه ده کړې.
د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال احمد امید معصوم رسنیو ته ویلي چې دواړو مشرانو په دې هوکړه کړې چې په ټاکنیز کمیسون کې باید اصلاحات راشي، برېښنايي تذکرې ووېشل شي او په اساسي قانون کې د بدلونونو د راوستلو لپاره یوه کمېټه جوړه شي. معصوم زیاته کړه چې د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د غونډې نور جزیات به په دې اوونۍ کې له رسنیو سره شریکې شي.