ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني نن مازديگر له اجرايه رييس عبد الله عبد الله سره دوهمه ناسته وکړي. دا له هغې وروسته ده چې اجرايه رييس د ځوانانو د ورځې په مراسمو کې پر ولسمشر سختې نيوکې وکړې او هغه يې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کوونکي هوکړه ليک د ژمنو ماتوونکی وباله.
دواړو ولسمشر او اجرايه رييس تېره اوونۍ يوه ناسته کړې وه، چې اجرايه رييس په کې خپلې نيوکې ولسمشر غني ته اورولې وې، ولسمشر د نيوکو له اورېدو وروسته راتلونکې اوونۍ په دوهمه ناسته کې د هغې د ځواب ژمنه کړې او د ارگ د يوې سرچينې په قول نن به دا يو په يو ناسته وشي.
د اجرايه رياست پلويانو ويلي وو چې په درېيمه غونډه کې به د سياسي هوکړه ليک د عملي کولو پر څرنگوالي وروستۍ خبرې وشي، خو اجرايه رياست به ولسمشر غني سره د «پخوا په څېر» ونه چلېږي. ډاکټر عبد الله ويلي وو چې ولسمشر ورسره په مياشتو مياشتو نه گوري او په سترو پرېکړو کې پرته له دې چې د ده نظر واخلي اقدام کوي.