له لس ساعته جگړې وروسته امنیتي ځواکونه په دې وتوانېدل چې مخالفین له منځه یوسي او جگړې ته پای ورکړي. راپورونه وايي چې پر افغان امريکايي پوهنتون د برید له امله دیارلس تنه وژل او د نهو پولیسو پر شمول پنځه دیریش تنه نور ټپیان شوي دي. په دیارلس تنو وژل شوو کې اووه تنه محصلین هم شامل دي.
د کابل د پولیسو مشر عبدالرحمن رحماني رسنیو ته ویلي چې په وژل شوو کسانو کې درې تنه پولیس او درې نور د پوهنتون امنیتي مسوولین شامل دي. رحماني زیاته کړه چې پولیس په دې وتوانېدل چې شاوخوا ۷۵۰ محصلین او د پوهنتون نور کارکوونکي د برید له سیمې څخه وژغوري.
تر دې دمه د برید پړه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. د یادولو وړ دی چې تېره اوونۍ د دې پوهنتون دوه تنه بهرني استادان چې یو یې استرالیايي او بل یې امریکايي وو د ناڅرگندو وسلهوالو له لوري اختطاف شول.
امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۵ کال فعالیت پیل کړی چې اوسمهال ۱۷۵۰ تنه محصلین په گڼو پوهنځیو او تخصوصي څانگو کې زدهکړه کوي.