د نړيوال «جهادي» تنظیم القاعده مشر ايمن الظواهري افغانستان کې پر خپلو ټولو پلويانو غږ کړی چې د داعش پر ضد ودرېږي او د هغوی په ځپلو کې د طالبانو مرسته وکړي. د القاعده اړوندې يوې وېبپاڼې «السحاب» د ښاغلي ظواهري هغه وېډيو خپره کړې، چې دغه غوښتنه يې په کې کړې ده.
نوموړي له خپلو پلويانو غوښتي چې افغانستان کې د طالبانو له «اسلامي خوځښت» سره يو ځای شي او د داعش ډلې مخه ونيسي. ده داعش د اسلام دښمنان وبلل او زیاته يې کړه چې د مسلمانانو تر منځ اختلافات راولاړوي. له ظواهري وړاندې د القاعده نورو مشرانو هم پر داعش تور پورې کړی چې «جهادي» مشران وژني.
د يادونې ده چې الظواهري د طالبانو د نوي مشر مولوي هبة الله او له هغه وړاندې له ملا اختر محمد منصور سره هم بيعت کړی و. خو طالبان يې په اړه چوپ پاتې شوي دي.