افغانستانسلايډ

کارټر: افغان امنيتي ځواکونه سختې شپې ورځې په مخ کې لري

د امريکا د متحده ايالاتو دفاع وزير اشټون کارټر په خپلو تازه څرگندونو کې د افغانستان امنيتي وضعيت خطرناک بللی او څرگنده کړې يې ده، چې د دې هېواد امنيتي ځواکونه لا هم د امنيت ساتلو کې سختې شپې ورځې په مخ کې لري.

کارټر دا خبرې هلمند کې د تازه وژل شوي امريکايي پوځي په اړه د خپگان ښودو پر مهال وکړې. د هلمند مرکز لښرگاه ته څېرمه پرون يوه بمي چاودنه کې يو امریکايي سرتېری ووژل شو او يو بل امريکايي او شپږ افغان سرتېري ټپيان شول. ناټو د دغه پېښې پخلی وکړ او زياته يې کړه، چې پر گډو ځواکونو چاودنه د گزمې پر مهال وشوه.

د امريکا دفاع وزير ښاغلي کارټر په دې اړه وويل: «د دې عسکرو له وژل کېدو او ټپي کېدو دا معلومېږي، چې افغانستان لا هم خطرناک ځای دی او افغان سرتېري د خپل هېواد د امنيت ساتلو کې سختې شپې ورځې په مخ کې لري».

هلمند کې دا مهال له پنځو سوو ډېر امريکايي پوځيان مېشت دي چې له سلو ډېر يې پرون دغه ولايت ته وروسته له هغه ورغلل چې د ولايت د سقوط وېره ډېره شوه. که څه هم چې امریکايي او افغان چارواکي وايي دغه بهرني عسکر هلته د افغان سرتېرو د روزنې لپاره ځي، خو ځايي خلک او ځينې نورې سرچينې په جگړه کې د هغوی ونډه تاييدوي.

د يادونې ده چې افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو مرستيال وياند جنرال کليفلنډ هم پرون څرگنده کړه چې د طالبانو استخبارات د پخوا په پرتله پياوړي شوي دي او د جگړې تاکتيک يې هم بدل کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button