د ولسمشر غني د لومړي مرستيال دفتر د هغو گنگوسو په غبرگون کې چې گوندې امريکا غواړي ډاکټر عبد الله ته د دوستم دنده ور وسپاري او دوستم ته د دې بدل کې د امنيتي ادارو مشري ورکړي ويلي، چې دا کار ناشونی دی. کابل نيوز څه موده مخکې د باوري سرچينو په قول خبر ورکړی و، چې امريکا د دغه کار هڅه کوي.
د ملي يووالي حکومت د سياسي هوکړه ليک د وخت له پای ته رسېدو سره سم اجرايه رييس پر ولسمشر غني سختې نيوکې وکړې او تور يې پورې کړ، چې نوموړی دغه هوکړه ليک ته ژمن نه دی. په دې هوکړه ليک کې پرېکړه شوې وه، چې اجرايه رياست به په صدارت بدلېږي. وروسته داسې گنگوسې شوې چې امريکا غواړي د حکومت موده همداسې وغځوي او اجرايه رييس ته د ولسمشر لومړي مرستيالي ورکړي. خو د لومړي مرستيال د دفتر رييس ويلي، چې د اساسي قانون پر اساس هيڅوک دا حق نه لري چې د ولسمشر د لومړي مرستيال ځای بل چا ته ورکړي. ايت الله بابر فرهمند زياته کړې ده، چې دا سره د بحث وړ خبره نه ده او غير ممکن کار دی.
د جنرال دوستم د دفتر رييس د ملي يووالي حکومت چارواکي د واک او څوکيو پر وېش تورن کړل او ويې ويل چې د هوکړه ليک ژمنې ترې هېرې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اجرايه رييس ته نږدې سرچينې وايي، چې هغه به ولسمشر غني سره د تېر په څېر کار ته دوام ورنه کړي او ولسمشر سره په راتلونکو دوو ناستو کې به د اجرايه رياست د برخليک په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي. ډاکټر عبد الله څو ورځې وړاندې ولسمشر غني سره ناسته کې هغه ته خپلې خبرې واورولې او ولسمشر يې ځواب راتلونکې ناستې ته وځنډاوه.