ټولنهسلايډ

تمرکز څنګه زیات کړو؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل
  په دې ورځو کې په کاري چېریال او دغه راز په کور کې، د تمرکز بې نظمه کوونکي او له منځه وړونکي لاملونه ډېر شوي او په کار باندې تمرکز هم ډېر ستونزمن شوی دی .
  د انسان ذهن په معمول ډول داسې نه دی ډیزاین شوی، چې وکولای شي، له خپلو شاو خوا بې نظمیو سره په آسانه توګه مقابله وکړي، ځکه هر یو حواس له بهر نړۍ څخه په یوه شېبه کې یو خوځنده لامل تر لاسه کوي او همدا امر کولای شي په ډېرې آسانۍ د انسان تمرکز مختل کړي .
د ارواپوهنې متخصصین وایي : که څه هم د تمرکز ځواک پیاوړي کول ستونزمن کار دی، خو نا شونی نه دی .
په دې مقاله کې د تمرکز ځواک د ډېرولو، د ذهني بې نظمیو د راکمولو له پاره څو اړینې او ګټورې سپارښتنې په لاندې توګه بیان شوي دي :
۱ ـــ د کار کولو له پاره مناسب چاپېریال وټاکئ :  
هغه فضا په کومه کې چې تاسو کار کوئ، د تمرکز په ډېرښت کې مهم رول لري . آرامه او په زړه پورې فضا ګانې د بشپړ تمرکز په رامنځته کولو کې فوق العاده اغېز لري .
۲ ـــ خپل افکار کنټرول کړئ :
د تمرکز د ډېرښت کیلي داده : اجازه مه ورکوئ، چې بې ربطه او بې ځایه افکار مو ذهن ته لاره پیدا کړي او بې نظمه یې کړي . کله چې دا افکار مو ذهن ته راغلل، نو له پامه یې وغورځوئ او په خپل اصلي کار باندې ډېر تمرکز وکړئ .
۳ ـــ یو مشخص او منطقي مهالنی پروګرام ولرئ :
د کارونو د ترسره کولو له پاره د یوه مناسب مهال وېش جوړول، د کاري وخت او تفریح ترمنځ د تعادل د رامنځته کېدو سبب ګرځي او له ذهني آرامتیا سره ډېره مرسته کوي . په دې حالت کې د بې نظمه کوونکو لاملونو په وړاندې د ذهن ځواک لا پسې ډېرېږي .
۴ ـــ هېڅکله منفي مه اوسئ :
هېڅکله داسې مه وایئ، چې تمرکز نه شم کولای . دا منفي څرګندونې تمرکز کول له ستونزو سره مخامخ کوي، ځکه چې تاسو خپل ذهن په ناتوانۍ باندې متمرکز کوئ .
۵ ـــ څو کارونه هم مهالي مه ترسره کوئ :
په دې حالت کې هېڅکله نه شئ کولای، چې په یوه کار باندې متمرکز شئ . یو کار پایته ورسوئ، وروسته بیا بل پیل کړئ .
۶ ـــ اضافي غږونه لرې کړئ :
په کاري چاپېریال کې اضافي غږونه مناسب تمرکز ناشونی کوي او لرې کول یې ډېر مهم دي .
۷ ـــ مناسب خوړنیز رژیم او متوازن ورزش د تمرکز ځواک په ډېرښت کې ډېر زیات اغېز لري :  
په خوړو کې د اړینو توکو کمښت د ذهني ستړیا او بې نظمۍ سبب ګرځي . مېوې، د بادامو او زردالو زړي او دغه راز ویټامین اي د تمرکز په ډېرښت کې ګټور ثابتېدای شي .
۸ ـــ خپله دنده درک کړئ :
خپله دنده ښه درک کړئ، د کار د ترسره کېدو په اړه شک او تردید لرل، په هغه باندې تمرکز ستونزمنوي .
۹ ـــ په کار کولو کې د ځنډ په احساس باندې غلبه وکړئ :
خپله دنده مه ځنډوئ او تصمیم ونیسئ، ترڅو مو چې خپل کار له مهالني پروګرام  سره سم نه وي ترسره کړی، په کراره مه کېنئ .
۱۰ ـــ مثبت واوسئ :
کله چې تمرکز ته اړتیا لرئ، نو تل یې در په یادوئ، چې کولای شئ، تمرکز وکړئ . دا لفظي تکرار په رښتیني ډول په تاسو کې د تمرکز ځواک ډېروي .
۱۱ ـــ هغه وختونه مشخص کړئ، له کوم څخه چې په ۲۴ ساعتونو کې مو ښه پایله لرلې:
د بېلابېلو کسانو له پاره دا ساعتونه بېلابېل دي . د خپلې غوره پایله اخیستنې ځانګړي ساعتونه پیدا کړئ، هڅه وکړئ، چې په دې ساعتونو کې، هغه کارونه ترسره کړئ، کوم چې ستاسو له پاره تر ټولو سخت او جذابیت یې کم وي .
۱۲ ـــ دندې ووېشئ :
هغه کارونه چې مشخص پیل او پای نه لري، ستاسو تمرکز مختلوي . که چېرې غواړئ، یوه ستره پروژه ترسره کړئ، نو د ترسره کېدو یونلور یې مشخص کړئ او د کارونو په مناسب وېش سره خپل تمرکز زیات کړئ .  
۱۳ ـــ تمرکز ډېرونکي تمرینونه ترسره کړئ :
د تمرکز ډېرونکي بدني تمرینونه ترسره کړئ، ځکه چې ورزش کولای شي، معمولاً له لاسه تللی تمرکز د ذهن او بدن ترمنځ د همغږۍ له ښه والي سره یې بېرته را وګرځوي .
۱۴ ـــ پام وکړئ :
 که څه هم پام درملنه نه ده، خو کولای شي، چې د حافظې د پیاوړتیا او د ذهن د کنټرول له پاره یو ګټور او اغېزمن تمرین وي، چې په تدریج سره د تمرکز ځواک ډېروي .
۱۵ ـــ آرامه واوسئ :  
ځان په منظم اوسېدو پورې محدود کړئ، ترڅو له وخت څخه ډېره او اغېزمنه ګټه پورته کړئ، کوچنۍ دندې پیل کړئ، خو که چېرې په پیل کې په آسانه توګه تمرکز نه شئ کولای، مه ناهیلي کېږئ، په هماغه کوچني کار پورې ونښلئ، تر څو لږ لږ آرامه شئ او تمرکز مو زیات شي .
۱۶ ـــ خپل ماغزه وپوښئ :
که چېرې نه شئ کولای، چې له څو ثانیو څخه زیات په یوه موضوع باندې متمرکز شئ، دا چې حواس مو ګډوډ نه شي، هماغه موضوع مو په خپل ذهن کې وساتئ او ورته پام وکړئ . په دې تمرین سره خپل ذهن تمرینوئ، چې وکولای شي، د اوږدې مود له پاره په یوه مطلب باندې ثابت پاتې شي .
۱۷ ـــ د تمرکز له پاره وخت په پام کې ونیسئ :
د تمرکز د پیاوړتیا له پاره د مشخص وخت ټاکل ډېر اړین دي .
۱۸ ـــ د تمرکز د پیاوړتیا لاملونه :
کافي او منظم خوب د تمرکز ځواک د پیاوړتیا له اغېزمنو لاملونو څخه ګڼل کېږي .
۱۹ ـــ پایښت ولرئ :
که چېرې د تمرینونو په پیل کې مو داسې احساس وکړ، چې پرمختګ مو نه دی کړی، هېڅکله مه ناهیلي کېږئ او دوام ورکړئ . هره اوونۍ په کوچنیو تمرینونو سره پیل کړئ او کوچنۍ بریاوې حافظې ته وسپارئ .
۲۰ ـــ خپلې اړتیاوې مدیریت کړئ :
د هر کار له پیل څخه مخکې، په دې باندې ځان ښه ډاډه کړئ، ټول هغه توکي او وسایل چې ورته اړتیا لرئ، ترتیب او چمتو کړي مو دي . دا کار له تاسو سره مرسته کوي، چې د کار کولو پرمهال حواس مو ګډوډ نه شي .
۲۱ ـــ خپل زړه له خپل ذهن سره ونښلوئ :
د ښه کار د ترسره کېدو له پاره متمرکز ذهن ته اړتیا ده او هغه څه چې له تاسو سره د ستاسو په بریا کې ډېره مرسته کوي، له ذهني هڅې سره د مثبت لید لوري او احساسات یو ځای کول دي، چې پرته له شکه،  تاسو به له خپلو هیلو څخه پورته پایله تر لاسه کړئ .    کله چې له خپل کار څخه خوند اخلئ، نو ډېر ژر او په غوره توګه به ستاسو د تمرکز ځواک ډېر شي .         

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button