روانې چارېسلايډ

د B52 له بریدونو د دفاع وزارت ملاتړ او د شنونکو نيوکه

د افغانستان دفاع وزارت افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له لوري يو وار بيا د B52 الوتکو د بريدونو ملاتړ کړی دی. امريکايي ځواکونو څو ورځې وړاندې اعلان کړه، چې لس کاله وروسته يې يو ځل بيا افغانستان کې د طالبانو د ځپلو په موخه د B52 بريدونه پيل کړي دي.

امريکا په داسې حال کې يو ځل بيا له دغو الوتکو کار اخلي، چې د امريکايي ولسمشر بارک اوباما له لوري څه موده وړاندې افغانستان کې امريکایي ځواکونو ته د صلاحيتونو په ورکولو کې د ډېروالي په راوستو هېواد کې ډرون بريدونه ډېر شول او په نږدې تېر وخت کې يې شاوخوا اته سوه بمونه وغورځول. خو د چارو شنونکي دغه هوايي بريدونه له بل هر چا ډېر د ملکي وگړو په زيان بولي.
هغوی وايي چې په کليو او بانډو کې د B52 بريدونه د ملکيانو د مرگ ژوبلې گراف لوړوي، چې دا کار به د جگړې د کنټرولولو پر ځای د جگړې د لا اوږدېدو سبب شي. په خپله دفاع وزارت هم دا مني، چې دغه الوتکې یوازې د وسله والو پر سترو مرکزونو بريدونو کې اغېزمنې دي خو کليوالو سيمو کې د استفادې پر مهال تر ټولو ډېره مرگ ژوبله ولسي وگړو ته اړوي. بل لور ته د افغانستان اوسنۍ جگړه کلي په کلي او کوڅه په کوڅه ده، خو دفاع وزارت پر دې هر څه سربېره د دغو الوتکو د کارولو ملاتړ کړی.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، د همغږۍ په صورت کې به دا بريدونه ترسره شي
د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، د همغږۍ په صورت کې به دا بريدونه ترسره شي

د پوځي چارو شنونکی او په کور ناست جنرال عتيق الله امرخېل د دغو الوتکو کارول د جگړې د کنټرول پر ځای د وسله والو طالبانو د پياوړي کېدو لامل بولي او وايي، چې طالبانو او نورې ډلې لا افغانستان کې داسې مرکزونه نه لري، چې B52 دې پرې بريدونه وکړي. نوموړی زیاتوي: «دغه الوتکې د چې سترو سیمو د بمبار لپاره دي، پر دوو، دريو او پنځو نفرو يې بريدونه ښه پايله نه لري، خو دا چې ولسي وګړي په کې وژل کېږي، د خلکو د خپګان او حکومته د لرې والي لامل ګرځي». B52 الوتکې په يوه وار لسگونه ستر بمونه غورځوي چې له امله يې سترې سترې سيمې اغېزمنې کېږي. امريکا ۲۰۰۱ز کې د طالبانو د رژيم نسکورولو کې له دې الوتکو گټه اخيستې وه.

جنرال امرخېل: د دې الوتکو بريدونه به د طالبانو د پياوړي کېدو لامل شي
جنرال امرخېل: د دې الوتکو بريدونه به د طالبانو د پياوړي کېدو لامل شي

دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو له تازه راپور سره سم افغانستان کې بشري وضعيت د پخوا په پرتله ډېر خطرناک شوی او له کړکېچ سره مخ دی. دغه راپور ويلي دي، چې افغانستان کې د جگړو له امله له بل هر وخته ډېر اوسمهال د بېړنيو مرستو اړتيا ده.

تر بمبار لاندې د افغانستان د يوې غرييزې سيمې انځور
تر بمبار لاندې د افغانستان د يوې غره‌ييزې سيمې انځور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button