افغانستانسلايډ

م م: افغانستان کې بشري وضعيت له کړکېچ سره مخ دی

ملگرو ملتونو افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه ويلي، چې لا خطرناک شوی او له کړکېچ سره مخ دی. دغه سازمان وايي چې هلته بېړنيو مرستو ته اړتيا مخ په ډېرېدو ده.

کابل ته راغلي د م م لوړپوړی چارواکي او د منځني ختيځ او منځنۍ اسيا لپاره د م م د سرمنشي ځانگړي مرستيال افغانستان کې بشري وضعيت ارزولی او دلته يې د بېړنيو مرستو د ډېرېدا غوښتنه کړې ده.

د م م له راپورونو سره سم افغانستان کې د جگړې تر ټولو ډېر زيان ولسي وگړو ته اوړي او له شپږو مليونو ډېر وگړي په يوه نه يوه ډول له جگړې اغېزمن شوي دي. بل پلو د جگړو له کبله روان کال کې د هېواد دننه د بې ځايه شويو شمېر له دوو سوو زرو اوړي او لا هم جگړې ښه په زور کې دي.

راپورونه ښيي، چې نړۍ کې تر ټولو ډېر له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان افغانستان کې مري چې جگړه په کې ستر رول لري.

د م م ياد چارواکی وايي چې دمگړۍ د افغانستان دريمه برخه وگړي بشري مرستو ته اړ دي او دا کچه لا پورته ځي. دا راپور په داسې حال کې دی، چې د افغانستان حکومت او ملاتړي بهرني هيوادونه يې افغانستان کې پر وضعيت د کنټرول او پرمختگ ادعا کوي.

د يادونې ده چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له پنځو زرو ډېر ولسي وگړي وژل شوي دي، چې د جگړې دواړه لوري يې پړه پر يو بل غورځوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button