ګټوره مطالعه کومه ده؟
ژباړه: حمیدالله حمیدي
مطالعه څه شی ده او ګټوره مطالعه کومه ده؟ له کومې لارې کولای شو ښه زده کړه وکړو؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې تل د یوه ښوونکي او زده کوونکي په ذهن کې موجونه وهي. په دې لیکنه کې پر دې درسره خبرې کوو چې ګټوره مطالعه څه ده؟ تر څو وکولای شو په وسیله یې خپله پوه ډېره کړو او دغه راز وکولای شو په ښه او دقیق ډول خپلې زده کړې څه نورو کسانو ته ورسوو.
پر يو شي خبرېدلو او يا د کتاب په دقت سره ويلو ته مطالعه وايي، مطالعه چې په انګريزي ژبه کې ورته study وایي معنا يې د تحصیل او درس ویل دي.
مطالعه د انسان معلومات زياتوي او د هغه د خبرو کولو مهارت پياوړی کوي، مطالعه د هر انسان لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، دا مطالعه ده چې انسان له نړۍ څخه خبروي، له خپل دين او ديني اصولو څخه يې خبروي او دې ته ورته نورې اړینې ګټې لري چې انسان ورته په خپل ژوند کې اړتیا لري. مطالعه د انسان شخصيت جوړوي، هر څه چې غواړئ په کتاب کې یې ترلاسه کولای شئ.
پوهان وايي چې تر ټولو ښه ملګرى کتاب دى.
د هر کار له کولو مې مخکې د هغه کار په هدف او موخه باندې باید ځان پوه کړو چې دا څه یوازې او یوازې د مطالعې په اړه ترلاسه کولای شو.
مطالعه یوه پر له پسې شرطي او اکتسابي مرحله ده چې بېلابېلې برخې لري؛ له مطالعې مخکې مهارتونه، له مطالعې وروسته تیاری چې په وسیله یې کولای شو په هره برخه کې خپل معلومات زیات کړو. په مطالعه کې تر ټولو اړینه او مهمه خبره دا ده چې ځان ورسره عادت کړو، تر څو مطالعه کول مو د ورځنیو چارو یوه برخه وګرځي.
د دې لپاره چې موږ له مطالعې سره ځانونه روږدي کړو، دغه ټکي باید په پام کې ونیول شي: د مطالعې ځای، د مطالعې وخت او د مطالعې تکنیک یا ډول چې په هره یوه بې په تفصیل سره خبرې کوو:
د مطالعې ځای: د ګټورې مطالعې لپاره باید یو ثابت ځای په پام کې ونیول شي او تر ټولو ښه دا ده چې د مطالعې لپاره د مېز تر شا کېنئ او مطالعه وکړئ، ان پخوانیو خلکو هم پر غولي مطالعه نه کوله او د مطالعې یا لیکلو لپاره به یې له کوچنیو مېزونو ګټه پورته کوله. دغه راز که کله هم د شپې مطالعه کوئ، ښه ده چې له دوه ډوله برېښنا “سپینې او یا ژېړې” څخه ګټه واخلئ؛ ځکه دغه دوه ډوله نور سترګې نه ستړې کوي.
د امکان تر بریده پورې باید د مطالعې د کوټې د تودوخي درجه ۲۵ درجې د سانتيګراد وي؛ ځکه که هوا ډېره ګرمه وي، کېدای شي خوب مو یوسي او که هوا یخه وي نو بیا هم د یخنۍ له کبله په سمه او دقیقه توګه مطالعه نه شئ کولای.
هڅه وکړئ د مطالعې لپاره داسې ګوټه غوره کړئ چې ډېر زینتي او خاطره یي څېزونه په کې شتون ونه لري، څومره مو چې د مطالعې پر مهال فکر ټول وي، په هماغه کچه ژوره مطالعه کولای شئ.
د مطالعې لپاره تر ټولو ښه ځای کور دی، خو که په کورې کې د کوچنیانو د شورماشور له لاسه مطالعه نه شئ کولای، نو بیا ښه ده چې له کوره بېرون، په ځانګړو کتابخونو کې مطالعه وکړئ.
د مطالعې طریقه: د دې لپاره چې ګټوره مطالعه وکړئ، باید له ځینو ځانګړو لارو چارو ګټه واخلئ چې په لاندې ډول یې یادونه شوې ده:
۱- مرور: مخکې له دې چې د کتاب په لوستلو پیل وکړئ، په ټوله کې یو ځل کتاب له عمومي عنوانونو سره له نظره تېر کړئ، دغه کار درسره مرسته کوي چې د کتاب محتوا درته معلومه شي او تلوسه مو را وپاروي.
۲- پوښتنې: له ځانه پوښتنې کول له تاسو سره مرسته کوي چې د دویم ځل لپاره د کتاب ځینې برخې وګورئ، نو هڅه وکړئ چې د کتاب له بېلابېلو څپرکو څخه د ځان لپاره پوښتنې جوړې کړئ او ځوابونه ورکړئ.
کله مو چې د کتاب یوه برخه مطالعه کړه، ورسره سم د ځان لپاره ځینې پوښتنې جوړې کړئ، کېدای شي د ځینو پوښتنو لپاره په هماغه شېبه هم ځواب ورکړئ او ځینې نورې پوښتنې مو د همدې برخې بیا لوستلو ته اړ کوي چې په دې طریقه مو لوستلي مطالب هېڅکله هم له یاده نه وځي.