سلايډسيمه او نړۍ

امريکا: ايران کې د روسيې پوځ ځای پر ځای کېدل خواشينوونکي دي

روسي الوتکو تېره ورځ د ايران له هوايي اډو سوريه کې خپل هدفونه په نښه کړل. راپورونه وايي، چې گڼ شمېر روسي هوايي ځواکونه او الوتکې د ايران يوه هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي دي، خو امريکا دغه کار اندېښمنه کړې ده.
امريکا په دې اړوند څرگنده کړې ده، چې ايران کې د روسيې هوايي ځواک او الوتکې ځای پر ځای کول چې شونې ده د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليک نه سرغړونه وي، «خواشينوونکې» دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارک ټونير پرون وويل: «موږ په دې اړه پلټنې کوو، ايران کې د روسيې هوايي ځواک ځای پر ځای کېدل ناڅاپي خبره نه ده، خو خواشينوونکې ده». نوموړي زياته کړې ده، چې که دغه خبرونه رښتيا وي، نو دا به د ملگرو ملتونو د امنيتي شورا له هغه پرېکړه ليک څخه سرغړونه وي، چې له مخې يې ايران سره د الوتکو په راکړه ورکړه بنديز لگېدلی دی.
د روسيې دولتي رسنيو پرون تاييد کړه، چې الوتکې يې د ايران همدان ښار کې د ايراني پوځ يوه اډه «نوژه» کې ځای پر ځای شوي دي او له هغه ځايه د سوريې خاوره کې بمباري کوي. روسيې ته له دې لارې بمبار کول د پخوانۍ په پرتله اقتصادي تمامېږي.
امريکا چې روسيې ته د خپل يوه پياوړي حريف په سترگه گوري، د ورته هڅو پر خلاف يې غږ پورته کوي، خو روسيه خپلې دغه هڅې د ترهگرو ډلو او په ځانگړي ډول د داعش ځپلو لپاره اغېزمنې بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button