افغانستانسلايډ

اجراییه ریس عبدالله په میدان یواځې پاتې شو

په ریاست جمهورۍ کې ځینې منابع وایي، چې اجراییه ریس ډاکټر عبدالله په ولسمشر غني له دې وجې نیوکې وکړې، چې وکوالی شي د جمعیت اسلامي څخه خپل ملاتړ تر لاسه کړي. د ډاکټرا عبدالله نیوکو په کور دننه او بهر د ورځپاڼو او مجلو سرټکې شوو.
نیویارک ټایمز د ځینو سیاسي شنونکو له خولې لیکي، چې د اجراییه ریس ډاکټر عبدالله نیوکې په داسې مهال کې چې طالبانو په افغانستان کې خپلو جکړو ته زور ورکړی او د افغانستان زیاته برخه د طالبانو په لاس کې ده، په افغانستان کې سیاسي بحران راوړلی شي. ورځپاڼه د سیاسي شنونکي هارون میر له خولې لیکي، چې اجراییه ریس ډاکټر عبدالله په ۲۰۱۴ میلادي کال ټاکنو کې د جمعیت اسلامي په ملاتړ د اجراییه پوسټ تر لاسه کړ، خو واک ته تر رسېدو ورسته یې جمعیت اسلامي ته شا کړه او د دغه حزب غړي له ډکټر عبدالله څخه مایوسه شول.
ښاغلی میر وایي، په دې ورستېو کې په عبدالله نیوکې د دې لپاره وشوي، چې ګواکې د ولسمشر غني په وړاندې کمزورې شوی. ولسمشر غنې د ملي وحدت حکومت په جوړیدو کې له عبدالله سره حکومت پنځوس سلنه ویشلې وو، نو ولسمشر غنې اړ دی چې په هرې وړې او غټې پرېکړې کې د اجراییه ریاست رضایت تر لاسه کړي، خو ولسمشر غني هر کار په خپل سر کوي، او حتا دا درې میاشتې کېږي چې اجراییه ریس ته یې د ملاقات وخت هم ندې ورکړی. ښاغلې میر وایي، چې عبدالله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د جمعیت اسلامي لخوا په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند وو، نوموړي ونشوای کوالی چې د دغه حزب رضایت تر لاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button