روغتيا

د کب غوښه او هګۍ ستړیا له منځه وړي

ژباړه: حمیدالله حمیدي/

امریکایي پوهانو په وروستیو څېړنو کې ثابته کړې چې امګا ۳ له ډېرو نورو ښېګڼو سره سره د ستړیا په له منځه وړو کې هم اغېزناک تمامېږي.

دوی وایي، هغه کسان چې ډېر کله د ستړیا احساس کوي، کولای شي  چې غوړ اسیدونه چې په امګا ۳ یادېږي د هغو له ډلې یو یې EPA ایکوزاپنتاتنوئیک اسید دی، وکاروي او ګټه ترې واخلي.

د امګا غوړ اسیدونه چې د EPA لرونکي وي په کبانو، د کبانو په غوړو او دغه راز په هګیو کې په زیاته اندازه موندل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتونو په جورجیا کې د امروي پوهنتون څېړونکو په دې وروستیو کې پر هغو ۱۵۵ کسانو څېړنه کړې چې بې له کوم سببه یې د ستړیا احساس کاوو. په څېړنه کې په ګوته شوې چې د کب غوښه او غوړ او دغه راز د هګیو خوړل یې د ستړیا په له منځه وړو کې اغېزناک تمامېږي.

دوی دغه راز دا هم روښانه کړې چې کوم ډول اسیدونه په ځانګړې توګه د ستړیا د له منځه وړو لپاره ګټور تمامېږي.

دوی په داوطلبانه ډول دغو کسانو ته د اتو اونیو لپاره هره ورځ دوه کپسوله چې په خپل ترکیب کې یې امګا ۳ چې د EPA لرونکي دي او ځینو نورو ته یې څلور کپسوله چې د امګا ۳ او DHA یا دوکزاهګراتنويیک اسیدو ترکیب لروني وو، ورکړي.

په پایله کې ثابته شوې چې EPA کولای شي په ډېرې اسانۍ سره ستړیا له منځه یوسي، خو د DHA بیا کومه خاصه اغېزه نه ده په ګوته شوې.

ډېری هغه کسان چې وزن یې له ټاکلې اندازې زیات وي، د خپلې ستړیا لامل خپل چاغوالی بولي، خو هغه کسان چې وزن یې هم کم وي او له ستړیا ځورېږي کولای شي چې د خپلې ستړیا د له منځه وړو لپاره د کب غوښه او هګۍ په خپل ورځني غذایي رژیم کې ور زیات کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button