د افغانستان د څلورو ولايتونو ولايتي شوراگانو په يوه خوله د لويې جرگې د رابللو غوښتنه کړې ده.
د کندهار، روزگان، زابل او هلمند د ولايتي شوراگانو رييسانو او غړو دغو او نورو ولايتونو کې د روان خراب وضعيت حل يوازې لويه جرگه کې بللی دی.
د يادو ولايتونو د ولايتي شوراگانو رييسانو کندهار کې د دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن سره ليدنه کې ويلي، چې د دې ولايتونو وضعيت له کنټروله وتلی او اوسېدونکي يې له بحران سره مخ دي. د دوی په وينا له دې حالته د وتو يوازينۍ لار لويه جرگه ده. د ولايتي شوراگانو دغه رييسان دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې هلمند ولايت د سقوط په درشل کې دی او په پاتې درې نورو ولايتونو کې له اوږدو مودو راهيسې درنې نښتې روانې دي. دغه ولايتونه اوسمهال د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ د جگړې لومړۍ کرښه گڼل کېږي.
د هلمند د ولايتي شورا رييس دغه ليدنه کې څرگنده کړه چې يوازې يوه شپه او ورځ کې هلمند کې له شپږ سوو ډېرو پوليسو او د ملي اردو سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، ځکه نو بايد لويه جرگه راوغوښتل شي او د جگړې مديريت کې اساسي بدلون راشي.
څو ورځې وړاندې د ملي يووالي حکومت چارواکو څرگنده کړه، چې يوازې له پنجشېر ولایت پرته د افغانستان نورو ټولو ولایتونو کې جگړه روانه ده.
سره له دې چې امريکا او ناټو هېوادونو سږ کال يو وار بيا د افغانستان جگړه کې خپله ونډه پراخه کړه او تازه عسکر يې افغانستان ته راولېږل، خو جگړه د کنټرولېدو پر ځای نوره هم ډېره شوه.
بل پلو سره له دې چې افغان دولت او ملاتړو هېوادونو يې سږ کال د وسله والو طالبانو د کمزوري کېدو ادعا کوله، خو وروستيو کې د امريکا يوه رسمي راپور وښوده، چې طالبانو د تېر سربېره د افغانستان پنځه سلنه نوره خاوره هم تر ولکې لاندې راوستې ده.