ټولنه

تمرکز مو موخې ته رسوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي/

که انسان وکولای شي ۶۸ ثانیې پر خپلو واقعي غوښتنو تمرکز وکړي…

د ډېرو بریالیو کسانو په ځانګړې ډول د “جذب د قانون” په حوزه کې د “ایستر هیکس” د نظریو په ګډون په زړه پورې نورې او دې ته ورته نظریې شته دي. دوی وایي، که انسان وکولای شي یوازې ۱۸ ثانیې پر خپلو واقعي غوښتنو فکر وکړي، نو د کايناتو په نړۍ کې به یو ستر زنګ وکړنګوي او پر اهتزاز به یې راولي. دغه ډول پاملرنه کولای شي ټوله هستي د همدغه کس پر لور جذب کړي.

که دغه ۱۸ ثانیې ۶۸ ثانیو ته ورسېدې نوره نو خبره خلاصه ده، هغه وخت بیا ټوله هستي داسې کېږي چې دغه تمرکز شوي فکر ته د حل لاره پیدا کړي. که هيلې وي پوره یې کړي او که پوښتنې وي ځواب یې کړي. په لومړي سر کې کېدای شي ۶۸ ثانیې تاسو ته بې معنا او کم وخت ښکاره شي، ۶۸ ثانیې یعنې یوه دقیقه او ۸ ثانیې، د ډېرو خلکو په باور ۶۸ ثانیې تمرکز کول هېڅ کار هم نه دی.

ښه نو تاسې هم دغه ډول فکر کوئ؟ ډېره ښه خبره ده! ازمایښت وکړئ، وبه وینئ چې لا به ۱۸ ثانیې نه وي پوره شوې، ستاسو ذهن به منحرف شوی وي او د ذهن له ژورې برخې څخه به مو نوې څه فکر ته راغلي وي نو دغه څه باید جدي ونه نیول شي، له دې ډول لوبو تېر شئ او د ژوند پر اصلي لارو چارو فکر وکړئ. موږ همداسې عادت شوي یو چې بې له فکر کولو څخه د عادت له مخې ژوند کوو. کله چې سهار وختي له خوبه پاڅېږو بې له دې چې ۶۸ ثانیې تمرکز وکړو، په سهارنۍ پیل کوو او د دندې پر لوري خوځېږو؛ بې له دې چې ۶۸ ثانیې د خپلو ورځنیو کارونو په اړه فکر وکړو. د ژوند شوخ اس مو په دې او هغه خوا ځغلوي، تر څو غرمه شي او د غرمې ډوډۍ وخورو، لږ څه دمه وکړو، وروسته بیا کار او تر څو شپه شي، د شپې له ډوډۍ خوړلو وروسته تلوېزیون ګورو او ویده کېږو.

هر ساعت ۶۰ دقیقې دی او هره شپه او ورځ ۲۴ شپېته دقیقې لري؛ یعنې۱۴۴۰ دقیقې، خو ډېر وخت موږ په دې ۱۴۴۰ دقیقو کې نه شو کولای یوازې ۶۸ ثانیې پر یوه ځانګړې موضوع فکر وکړو، رښتيا هم دا خېز وهونکی فکر چې نه شي کولای یوازې ۶۸ ثانیې تمرکز وکړي، د څه لپاره دی او څه په درد خوري؟ نا ارام او پرېشانه فکر بې له ستړیا له ځان سره بل څه نه لري او داسې څه دی چې زوړ او ځوان، نر او ښځه نه پېژني، هغه فکر چې نه شي کولای یوازې د څو شېبو لپاره په ارام ډول تمرکز وکړي، په یوه بحراني حالت کې هم کومه نتيجه نه ورکوي او بالاخره فلج کېږي.

همدا اوس مو باید ټول کارونه پرېږدئ، د خپل نا ارام ذهن پر لور ولاړ شئ او د ۶۸ ثانیو لپاره یې مهار کړئ.

په دغو لومړنیو ۶۸ ثانیو کې باید یوازې د خپل ذهن د اوسنیو شرایطو په اړه فکر وکړئ، ۶۸ ثانیې باید پر خپلو واقعي غوښتنو فکر وکړئ او ۶۸ ثانیې نور پر دې فکر وکړئ چې څنګه کولای شو ارام شو، کله چې په ارامۍ سره د خپل ژوند پر ستونزو فکر کوو، زموږ له وجوده بهر ټول کاينات زموږ امر ته په تمه وي، تر څو ورته خپلې غوښتنې وړاندې کړو؛ خو په یوه شرط، هغه دا چې په دې وخت کې یوې او بلې خوا ته وا نه الوځو. ۶۸ ثانیې باید په یوه ارام ځای کې ودرېږو او له ځان سره پر دې فکر وکړو، څه غواړئ؟ وروسته له هغه کولای شئ په یوه ځانګړي ځای کې کېنئ او د ۶۸ ثانیو فکر کولو توان پر خپلو سترګو و وینئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button