د پاکستان د پنجاب ايالت د حکومت يوې الوتکې پرون لوګر کې بېړنۍ ناسته کړې او له ناستې وروسته سوځېدلې ده. پاکستاني رسنۍ ادعا کوي، چې الوتکه د طالبانو له لوري سوزول شوې او عمله يې هم هغوی له ځان سره وړې ده.
د پاکستان لوی درستيز جنرال راحیل شريف افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن سره تلفوني خبرې کړي دي او د الوتکې د ورکې عملې موندلو کې يې ترې مرسته غوښتې ده.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې يا «ايې اېس پي ار» په وينا جنرال نېکولسن د پوځ د مشر غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی او به دې اړه يې د مرستې ډاډ ورکړی دی. سرچينه وايي، جنرال نېکولسن ويلي، چې د ورکې عملې پيدا کولو کې به خپل ټول توان په کار واچوي.
سرچينې دغه راز زياته کړې، چې د پاکستان د پوځ مشر له افغان حکومته هم غوښتي، چې ژر تر ژره د پېښې سيمه کې عمليات وکړي څو د ورکې عملې ژوند ته ګواښ پېښ نه شي.
د پاکستاني رسنيو له راپور سره سم ورکه عمله کې ډېری يې ريټاير جنرالان او يو روسي پيلوټ شامل دي. دغه رسنۍ وايي چې الوتکه د ازبکستان له لارې روسيې ته روانه وه، چې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.
معلومه نه ده چې دا الوتکه د چا له لوري په نښه شوې ده، نه هم وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ويلي دي.