افغانستانسلايډ

کابل: د بهرنيانو پر مېلمستون بريد شوی

تېره شپه يوه نيمه بجه شاوخوا کابل ښار کې درنه چاودنه شوې او غږ يې تر لرې سيمو اورېدل شوی دی.

راپورونه څرگندوي چې دغه چاودنه د يوه ځانمرگي بريد له امله رامنځته شوې ده، چې له چاودېدونکو ډک يوه ستر موټر په کې د بهرنيانو «نورت گيټ» مېلمستون په نښه کړی دی. دغه مېلمستون د کابل ختيځ لور ته بگرام هوايي اډې ته نږدې پروت دی.
نورت گيټ مېلمستون ته د شپې له مخې لسگونه بهرنيان د شپې تېرولو ته ورځي او ټينگ امنيتي تدابير یې نيول شوي دي. دغه مېلمستون درې کاله وړاندې هم د يوه ډله‌ييز بريد ښکار شوی و، چې په ترڅ کې پنځه تنه ساتونکي وژل شوي و.

د تېرې شپې د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. هغوی د يوې خبرپاڼې په استولو رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد يې د ولسي خلکو د تگ را تگ له سيمو لرې تر سره کړی او موخه يې د بهرنيانو مېلمستون و.

ځينو سرچينو ويلي، چې له چاودنې وروسته وسله والو بريدگرو جگړه هم کړې ده، چې شايد شمېر يې څلور تنه وي.
کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفارتونو کې له چاودنې سره سم د خطر ذنگونه شرنګېدلي، چې د سيمې خلک يې له وېرې او وارخطايۍ سره مخ کړي دي.

د کابل پوليسو او د ملي اردو عسکرو سيمه کلابنده کړې ده او د پېښې ځای ته رسېدلي دي. د پېښې د مرگ ژوبلې په اړه تر دې دمه هيڅ معلومات نه شته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button