سيمه او نړۍ

کليفورنيا: د معلولينو پر يو مرکز بريد کې څوارلس تنه وژل شوي

د امريکا متحده ايالتونو کليفورنيا سويل برنارډينو سيمه کې د معلولينو پر يو مرکز بريد کې لږ تر لږه څوارلس تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

د کليفورنيا چارواکو رسنيو ته ويلي، چې درې بريدکوونکي د معلولينو پر مرکز له ډزو وروسته تښتېدلي او پوليسو يې د موندلو هڅې پيل کړي دي.

د يو بل خبر له مخې د پوليسو او شکمنو وسله والو تر منځ نښته کې يو تن وژل شوی، مګر تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې وژل شوی تن بريدګر و، کنه.

د چارواکو په وينا امنيتي ځواکونو سيمه کې کور پر کور تالاشي پيل کړې او هڅه کوي، چې بريدګر ونيسي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې تر اوسه دا خبره نه ده يقيني شوې، چې دا بريد دې مسلمانو وسله والو کړی وي، مګر دلته امنيتي حالات ډېر ترينګلي دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دې پېښې په اړه ژوره خواشيني څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، چې امريکا بايد داسې ګامونه پورته کړې، چې هېواد له دغسې بريدونو خوندي کړای شي.

سي ان ان امريکايي تلويزون د ځايي خلکو له قوله وايي، چې د کورنيو ځينو غړو يې ورته زنګونه ووهل، چې مرکز کې د ډزو اوازونه اوري او له دوی يې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د نسل کنټرول په يو مرکز کې د ډزو په نتيجه کې درې تنه وژل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button