خبرونهسلايډسيمه او نړۍ
په سوریه کې د موټر بم چاودنې او بمبار له امله ۱۰۰ تنه وژل شوي
تېره ورځ د سوریې په حلب ښار کې د امریکا په مشري ایتلاف په بمباریو کې ۳۷ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د الجزیرې خبریال د سېمه نه کتنه کړې، په بمبار کې وژل شوي کسان عام وګړي دي او داعش او نورو وسلوالو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
همدا راز په یوه بله بمبارۍ کې د دمشق ښار په ریف سېمه کې اته تنه وژل شوي دې، الجزیرې رسنې وژل شوي کسان عام وګړي یاد کړي.
بل لور ته د سوریې په قامشلي سېمه کې د موټر بم چاودنه شوي چې په ترڅ کې یې ۵۳ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي، د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
په تیره اونۍ کې د سوریې په مختلفو سېمو کې د نښتو، بمباریو او چاودنو له کبله له ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي.