افغانستانسلايډ

دولت او طالبانو د کابل ننۍ چاودنې وغندلې

ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو د کابل ننۍ چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي.

خبرپاڼې د ولسمشر غني له خولې ليکلي دي، چې د سوله‌ييز لاریون کول د افغانستان د هر وگړي حق دی او حکومت د لاریون کوونکو د امنيت د تامين لپاره پوره کوښښ کوي، خو ترهگر د لاريون کوونکو منځ ته رسېدلي او چاودنه يې کړې.

خبرپاڼې زياته کړې ده، چې ولسمشر غني ټولو دولتي ادارو او چارواکو ته امر کړی، چې د چاودنو د ټپيانو خدمت کې له ټولو شتو امکاناتو گټه پورته کړي او روغتونونو ته يې ولېږدوي.

د کابل نني بريد کې له دېرشو ډېر لاريون کوونکي وژل شوي او شاوخوا دوه سوه نور ټپيان دي. د لاريون ځينو گډونوالو حکومت له دې امله گرم بللی چې د خلکو د امنيت د تامين په اړه بې غوري کوي. هغوی وایي، دا چې حکومت د لاريون کوونکو لارې تړلې وې، شايد دې چاودنو کې يې لاس وي.

 د دغو چاودنو پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

وسله والو طالبانو هم په خپل وار د کابل ننۍ چاودنې په سختو ټکو غندلي او ويلي يې دي، چې په دوی پورې اړه نه لري. هغوی رسنيو ته په استولي برېښناليک کې دا کار د پردو استخباراتو دسيسه بللې ده. طالبانو زياته کړې: «موږ د ولس تر منځ د بدبينۍ هره هغه هڅه په کلکه محکوموو چې ملت په قوم، ډله او جهت سره وېشي او بيا يې جنگوي».

د يادونې ده چې ننی لاريون د «روښنايۍ غورځنگ» له لوري د ټوټاپ پروژې د مسير د بدلولو په موخه شوی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button