له ډوډۍ وروسته کيوي خوړل د هضم لپاره ګټور دي
ژباړه: حمیدالله حمیدي/
په یوه څېړنه کې ثابته شوې چې کيوي د مني د فصل تر ټولو ګټوره مېوه ده؛ په کیوي کې زیاته اندازه وېټامین سي شته چې د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي.
د تغذیې د برخې څېړونکي پر دې عقیده دي چې له پوست سره د کيوي خوړل د هاضمې سيستم لپاره مناسب نه دي او د معدې د پړسوب سبب ګرځي.
د امریکا په کلفورنیا ایالات کې یوې ډلې روغتیا پالانو په خپله څېړنه کې دا په ګوته کړې چې کيوي پر ويټامین سي سربېره پروتین او هغه انزایمونه لري چې د خوړو په هضم کې مرسته کوي. دوی وایي که کيوي له ډوډۍ وروسته وخوړل شي نو د خوړو په هضم کې پوره مرسته کوي.
دوی دا هم په ګوته کړې چې په کيوي کې شته انتي اکسیدونه د بېلابېلو سرطانونو په ځانګړې ډول د هاضمې د سيستم د سرطان مخنیوی کوي.
څېړنې ښودلې چې د کيوي تورې دانې چې په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فیبر لري، د هغو کسانو لپاره ګټورې دي چې ډېری وخت قبضیت وي. که کيوي مخکې له خوب څخه وخوړل شي د کلمو له موجي حرکاتو سره مرسته کوي.
دغې ډلې پر کيوي د خپلو څېړنو په پایله کې دا هم ثابته کړې ده چې د ورځې د دوو دانو کيوي چې د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دي، ۶۰ کالري انرژي لري، خو که له دې زیات وخوړل شي کېدای شي د معدې لپاره ستونزې پیدا کړي.
په څېړنه کې دا هم په ګوته شوې ده چې له یوه کاله د ټیټ عمر لرونکي باید له کيوي څخه ګټه وانه خلي؛ ځکه کېدای شي د لږ عمر ماشوم لپاره د کيوي خوړل حساسیت پاروونکي پرېوځي.
دغه راز د هغو کسانو لپاره هم د کيوي خوړل نه توصیه کېږي چې په کیسه صفرا کې ډبرې لري.
دا چې د ډېری مېوو خوړل له پوستکي سره توصیه کېږي، خو د دې څېړنو وروستیو پایلو دا په ګوته کړې چې له پوست سره د کيوي خوړل د معدې او هاضمې سيستم لپاره ستونزې جوړوي.