افغانستانسلايډ

طالبانو د بغلان له خلکو غوښتي خپلې ستونزې په دوی اوارې کړي

وسله والو طالبانو مرکزي بغلان له خلکو غوښتي، چې خپلې ستونزې دوی ته اواري لپاره وروړي. دوی وايي، د خلکو د ستونزو اوارولو لپاره يې تازه يو کميسيون رامنځته کړی دی.

د بغلان د ولايتي شورا غړي بسم الله عطاش د دې خبر پخلی کړی او سلام وطندار سره يې خبرو کې ويلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې ټول خلک خپلې ستونزې د دولتي ادارو پر ځای هغوی ته وروړي. ښاغلی عطاش زياتوي، چې مرکزي بغلان، ډنډغوري او تاله او برفک کې ټول خلک خپلې ستونزې د طالبانو نوي جوړ شوي کميسيون ته د اواري په موخه ور وړي. د هغه په وينا دولت دغو سيمو کې ولکه نه لري او طالبان چې څه غواړي کوي يې.

د بغلان د پوليسو وياند ذبيح الله شجاع هم دا خبره مني او وايي، چې امنيتي ځواکونه پلان لري، چې دغو سيمو کې پراخ عمليات پيل کړي او دغه ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاکې کړي. امنيتي ځواکونو له دې وړاندې هم يادو ولسواليو کې عمليات کړي، خو لا هم نه دی توانېدلي د طالبانو زور هلته کم کړي.

بل لور ته د بغلان په شمول د گڼو ولايتونو اوسېدونکي وايي، د ستونزو د اواري لپاره د دولتي ادارو په ځای ځکه د طالبانو کميسيونونو ته رجوع کوي، چې ستونزې يې سمې او ژر وراواروي، همدا راز د ستونزو د حل پر مهال له رشوت ورکولو خلاص دی، هغه څه چې دولتي ادارو کې له هغه پرته نږدې هيڅ ستونزه نه اوارېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button