د ترکيې له ناکامې کودتا وروسته د دې هېواد حکومت ډېری امنیتي کارکوونکي له دندو گوښه کړي دي. د کورنیو چارو وزارت د راپور له مخې ویل کېږي چې یوازې له پولیسو څخه ۷۸۹۹ تنه او په ټوله کې ۸۷۷۷ تنه له امنیتي اداراتو گوښه شوي دي.
اردوگان د یکشنبې په ورځ د امنیتي کارکوونکو په جنازې کې وویل چې د پاکولو او اطمنان پروسه روانه ده او پرمخ به ځي تر څو د ترکيې امنیتي ارگانونه له خاینانو پاک شي.
ډېری ترکان له خپل حکومت څخه غواړي چې د کودتا پلان جوړونکي او په عام ولس ډزې کوونکي پوځیان دې اعدام شي. ترکي حکومتي چاواکو ویلي چې په دې اړه به د پارلمان په غونډه کې بحث وکړي.
ترکیې په ۲۰۰۴ کې د اعدام سزا د دې هېواد له اساسي قانون څخه لرې کړه او په ځای یې د ابد بند سزا ځای پر ځای کړه.