سيمه او نړۍ

هولانډ: فرانسه ټوله د «اسلامي ترهگرۍ» تر گواښ لاندې ده

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ په نيس ښار کې شوی بريد په ترهگرۍ پورې تړلی بولي او وايي، چې فرانسه ټوله د «اسلامي ترهگرۍ» تر بريد لاندې ده.

هولانډ نن سهار د تلويزيون له لارې د درې مياشتو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ او فرانسوي پوځ ته يې د پوره احتياط امر وکړ. هغه اعلان وکړ، چې فرانسه به عراق او سوريه کې خپله پوځي ونډه نوره هم ډېره کړي.

فرانسه کې د نيس ښار د خونړي بريد له امله د درې ورځو لپاره وير اعلان شوی. دغه بريد کې تر دې دمه څلور اتيا تنه وژل شوي او له پنځوسو ډېر نور ټپيان دي. فرانسوي پوليس وايي، شايد بريدگر يو فرانسي الاصل تونسی وي. د بريد پړه داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده.

د ولسمشر غني په گډون د نړۍ د گڼو هېوادونو مشرانو دغه بريد په سختو ټکو غندلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button