خبرونهسلايډ

ولسمشر د گڼو موخو لپاره ننگرهار ته تللی

ځینو دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن سهار ولسمشر له یوه لوړ پوړي دولتي هیات سره یوځای جلال‌اباد تللی چې د ختیځو ولایتونو امنیتي او اداري جاج واخلي.

د ننگرهار ولایت اداري مسوول احمد ضیا عبدالزي منلې چې ولسمشر ننگرهار ته رسېدلی دی. عبدالزي رسنیو ته ویلي چې د ولسمشر سفر دې ولایت ته درې موخې لري. ولسمشر به لومړی په کوټ ولسوالۍ کې د داعش له لوري د وژل شوو کورنیو سره غمرازي وکړي او له هغې وروسته به د ختیځو ولایتونو له نظامي مسوولینو سره د ناټو په کنفرانس کې په شوو ژمنو خبرې وکړي.

ولسمشر همداراز د ختیځو ولایتونو قومي مشران او سپین‌ږیري هم غوښتي چې د دوی د سیمې د امنیتي او اداري چارو په اړه له دوی سره تفصیلي خبرې وکړي.

عبدالزي په پای کې زیاته کړه چې د ولسمشر د سفر په اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button