خبرونهسلايډ

پاکستان د رحمت الله نبیل له لوري خپاره شوي اسناد جعلي بولي

تېره ورځ د افغانستان د استخباراتو پخواني مشران رحمت الله نبیل له رسنیو سره ځینې اسناد شریک کړل چې گواکي د پاکستان استخباراتي اداره یا اي-ایس-اي له حقاني او نورو ترهگریزو ډلو سره اړیکې لري.

نبیل لیکلي وو چې د پاکستان پوځ د ضرب عضب په عملیاتو کې غوښتل چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ ټاکنې له بې‌ثباتۍ سره مخ کړي او د عملیاتو له پيل دمخه یې د حقاني شبکې ټولې وسلې خوندي ځای ته انتقال کړې دي.

د نبیل له دې لیکنې او اسنادو خپرولو وروسته بي‌بي‌سي په اسلام اباد کې د پاکستان د استخبارتو له یوه مامور سره په دې اړه مرکه کړې. د پاکستان د استخبارتو مامور ویلي چې د نبیل له لوري خپاره شوي اسناد جعلي دي او هر څوک کولی شي چې دېته ورته اسناد په اسانۍ سره جوړ کړي.

پاکستاني مامور همدارنگه زیاته کړې چې استخبارت په هېڅ ځای کې هم له اسنادو کار نه اخلي چې په راتلونکي کې دوی ته ستونزه جوړه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button