سلايډسيمه او نړۍ

ايران: که غوسه شوو، د سعودي نظام به د تل له پاره ختم کړو

د ايران حکومت سعودي تورنوي چې د ايراني حکومت له اپوزيسيون سره مرسته کوي. د ايراني حکومت د ګټو پېژندلو د مجمع مشر محسن رضايي ګواښلی چې که چېرته غوسه شول، د سعودي نظام به د تل له پاره د ځمکې له سره پورته کړي.

آر ټي خبري رسنۍ د ايران پر فارس خبري آژانس راپور ورکوي چې محسن رضايي دغه څرګندونې د انسټګرام په ګډون د خواله رسنيو له لارې کړې دي. هغه ليکلي: «د سعود کورنۍ ته مو پيغام دا دی چې موږ ژر نه غوسه کېږو، خو که غوسه شوو، د ځمکې پر سر به د آل سعود (د سعودي حاکمې کورنۍ) اثر پرېنږدو.»

رضايي دغه څرګندونې د سعودي د استخباراتو پخواني مشر ترکي الفيصل د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې، چې په پاريس کې يې د ايران د مجاهدين خلق، چې د حکومت اپوزېسيون دی، په غونډه کې کړې وې. هغه ويلي وو چې د ايران له ملت سره د دوی په انقلاب کې ولاړ دی. رضايي ويلي چې فيصل مجاهدين خلق ته په ايران کې د وژنو امر کړی. هغه زياته کړې چې تېرو څو کلونو کې چې مجاهدين خلق په ايران کې څه سياسي وژنې ترسره کړې دي، سعودي په کې لاس لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button