د نړیوالو سازمانونو د تیوریانو کتاب چاپ شو
لیکنه: محمد عالم امین
د حقوقو او د اقتصاد پوهنځیو د محصلینو لپاره علمي او معلوماتي کتاب په کابل کې د کتاب تر لاسه کولو ځایونه: مستقبل، اکسوس… کتاب پلورنځۍ
د کتاب لنډیز په څو کرښو کي:
۱: په لومړی فصل کې د نړیوالو سازمانونو په اړه عمومي معلومات ورکړل شوی.
۲: په دویم فصل کې د هغو تیوریانو نظریات څیړل شوی چې د نړیوالو سازمانونو په اړه مثبت نظر لري. لکه لېبرالیزم، نیولېبرالیزم،ایډیالیزم،څو اړخیزتوب یا ملټیریټلاریزم، ډلیز امنیت یا کولایکټیف سیکورټي، انټرنیشنلیزم، نشنلیزم او کریټیکل تیوريانې.
۳: په دریېم فصل کې د هغو تیوریانو نظریات څیړل شوی چې د نړیوالو سازمانونو په اړه منفي نظر لري. لکه ریالیزم، نیو ریالیزم، مارکسیزم، تړاو یا ډیپنډنسي، فېمېنېزم، کنسټرکټېوېزم او د دسیسې تیوریانې.
۴: څلورم فصل کې ملګري ملتونه سازمان یا ملل متحد د اسلام له نظره څیړل شوی.
۵: پنځم فصل کې د نړیوالې حکومتوالي او نړیوالو سازمانونو په اړه هم لیکل شوی.