له اروپايي اتحاديې څخه د برتانیې د وتلو له ټولپوښتنې وروسته ډیوډ کامرون له خپلې دندې استعفا ورکړه. ډيوډ کامرون غوښتل چې برتانیه دې له اروپايي اتحادیې څخه نه وځي. هغه ژمنه کړې وه چې که چېرې برتانویانو د وتلو غوښتنه وکړي نو دی به له خپلې دندې لاس په سر شي.
د خپلې ژمنې سره سم ډیوډ کامرون د ټولپوښتنو له پایلو وروسته اعلان کړه چې دی د خپل ولس رایو ته درناوی لري او ډېر ژر به له خپلې دندې استعفا ورکړي.
د برتانیې لپاره د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره د دې هېواد پارلمان فیصله کړې چې د محافظه کار گوند مشرې او د برتانیې د کورنیو چارو اوسنۍ وزیرې ترزا مي راتلونکۍ لومړۍ وزیره وټاکي.
د چهارشنبې په ورځ به ډیوډ کامرون رسما استعفا ورکړي او ترزا مي به د برتانيې نوې لومړۍ وزیره وټاکل شي. دا د برتانیې په تاریخ کې دوهمه ښځه لومړۍ وزیره ده چې د هېواد چارې پر مخ بیايي.