گڼو امريکايي حقوقي ادارو او سياستوالو د سپينې ماڼۍ پر هغه راپور نيوکې کړې دي، چې د ډرون الوتکو بریدونو کې يې د ملکي وگړو د تلفاتو په اړه ورکړی دی.
دغه ادارې او سياستوال وايي، چې راپور کې چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په اړه کوم معلومات ورکړل شوي، ناسم دي او دا مرگ ژوبله له دې ډېره پورته ده. نيوکه کوونکو راپور د معلوماتو له مخې کمزوری او نا متمرکز بللی دی.
دغه حقوقپوهان او سياستوال نيوکه کوي، چې سپينه ماڼۍ نورو هېوادونو کې د ډرون الوتکو له قانوني کارونې سرغړونه کوي او له خپل حده اوړي.
د «امريکا د مدني ازاديو د ټولنې» يوه غړې هينا شمسي وايي، هغه شمېرې چې د سپينې ماڼۍ راپور کې ورکړل شوې دي، د رسنيزو مرکزونو او غير دولتي ادارو د ټولو ورکړيو شمېرنو خلاف ډېرې لږې دي، «ستونزه همدلته جوړه ده، دا داسې څه دي چې خلک خوښوي، خو له دقته په ټوله معنا لرې دی».
د دغو الوتکو د کارونې ضد سياستوال او حقوقپوهان وايي: «امريکايي اداره له خپل ولسه دا خبره پټوي، چې دوی د دغو بريدونو قانوني اجازه نه لري»
امريکا کې د «امن او ازادۍ» مرکز مدير ايون ايلنډ وايي: «د افغانستان د جگړې اړوند اصلي پرېکړه کې تش دا ويل شوي، چې ډرون بريدونه به يوازې پر القاعده او د هغوی پر ملاتړو کېږي، خو دا چې د پاکستان، يمن او صوماليې په گډون نورو سيمو کې وشي، له کانگريسه اجازې ته اړتيا لري».
څو ورځې وړاندې د سپينې ماڼۍ راپور څرگنده کړه، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ز کلونو تر منځ ډرون بريدونو کې يوازې يو سل او شپاړلس تنه ولسي وگړي وژل شوي، خو بل خوا يې بيا له دوو زرو ډېر وسله وال له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړيوالو غير دولتي او خپلواکو ادارو د راپورونو پر اساس ډرون بريدونو کې، په ځانگړې توگه افغانستان کې تر بل هر چا ډېر ولسي وگړي وژل شوي دي، خو مرگ ژوبله يې پټه پاتې شوې ده.
څه موده مخکې لندن کې د ژورنالېزم د يوې څېړونکې څانګې راپور کې ويل شوي وو، چې افغانستان کې د ډرون تر ټولو ډېر قربانيان ولسي وګړي دي، په دې اړه راپور لاندې لوستلی شئ:
افغانستان کې د ډرون تر ټولو ډېر قربانيان ولسي وگړي دي
د ۲۰۱۵ز په اوږدو کې افغانستان د هغو هيوادونو په سر کې راغلی، چې تر ټولو ډېر ډرون يا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په کې شوي دي. افغانستان کې د دغو بريدونو تر ټولو ډېر قربانيان بيا ولسي وگړي ښودل شوي دي.
لندن کې د ژورنالېزم يوې څېړونکې څانگې له خپلو څېړنو معلومه کړې، چې افغانستان کې له ۲۰۰۱ز راهيسې له بل هر هيواده ډېر ډرون بريدونه شوي دي. که څه هم امريکايي او ناټو چارواکو د دې بريدونو هدف وسله وال مخالفین بلل، خو دغه موندنې ښيي، چې افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې تر ټولو ډېر ولسي وگړي وژل شوي، خو له رسنيو پټ پاتې شوي دي.
د يادې ادارې موندنو څرگنده کړې، چې افغانستان باندې د امريکا او ناټو د بريد له پيله د تېر کال تر پايه دوه زره ډرون بريدونه شوي دي، خو دا چې معلوماتو ته لاسرسی اسان نه و، د قربانيانو شمېرې ناڅرگندې پاتې دي.
سرچينه وايي، افغانستان کې دغو بريدونو له وسله والو ډېر ولسي وگړي وژلي دي.
د هېواد ختيځو ولايتونو کې يو وار بيا دې بريدونو زور اخيستی او بهرني ځواکونه يې د داعش او طالب جنگيالو د ځپلو لپاره مهم بولي.
افغانستان کې د بشر حقوقو فعالان دا بريدونه له وسله والو ډېر د ولس په تاوان بولي. د بشر حقوقو يو فعال نصرت الله محمدي وايي: «ډېری وختونه د څو وسله والو لپاره کلي او کورونه په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي. په دغو بريدونو کې تل بشري حقوق مات شوي دي».
د افغانستان د پوځي چارو شنونکي په دې نظر دي، چې د افغانستان جغرافيوي جوړښت ته په کتو او دا چې بې پيلوټه الوتکه يوازې شپېته يا اويا سلنه هدف ويشتلی شي، ډېر امکان شته، چې ولسي وگړي يې قرباني شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سياسي استازيتوب راپورونو تېر کال د ولسي وگړو د تلفاتو تر ټولو ډېره پړه پر وسله والو مخالفینو واچوله، خو د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه يې هيڅ يادونه نه ده کړې.