افغانستان

چارواکو د تاله و برفک د سقوط وېره ښودلې

د بغلان چارواکو د وسله والو طالبانو له لوري د تاله و برفک ولسوالۍ د سقوط وېره ښودلې ده. هغوی وايي، طالبانو پر دغه ولسوالۍ خپلو بريدونو ته زور ورکړی او که سيمې ته مرستندويه ځواکونه ونه لېږل شي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د تاله و برفک ولسوال فيبض محمد اميري رسنيو سره خبرو کې ويلي، چې طالبانو تېره شپه له درې لوريو د ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ، چې د امنيتي ځواکونو له لوري په شا وتنبول شو.

نوموړي زياته کړې، چې د دواړو لوريو تر منځ نښته د څلورو ساعتو لپاره روانه وه، چې له امله يې مرگ ژوبله هم پېښه شوې ده.
ښاغلي اميري پر دولت غږ کړی، چې ژر تر ژره د طالبانو د ځپلو لپاره مرستندویه ځواکونه راولېږي او که داسې ونه شي، ولسوالۍ به يو وار بيا د طالبانو لاس ته ولوېږي. طالبانو تېر کال هم تاله و برفک ولسوالۍ نيولې وه.

د ولسوالۍ اوسېدونکي او مشران وايي، چې دولت دې ولسوالۍ ته هيڅ پاملرنه نه کوي او سره له دې چې تېر کال يې د نورو ځواکونو د رالېږلو ويلي و، تر اوسه يې هيڅ سرتېری نه دی رالېږلی.

يو تن قومي مشر حاجي سلطان محمد هم وويل، که دولت يې غږ وانه وري، طالبان به ولسوالۍ ونيسي.

د يادونې ده، چې طالبان له وړاندې په بغلان کې پراخ فعاليت کوي او سره له دې چې امنيتي ځواکونو بيا بيا پرې عمليات وکړل، ويې نه شو کولی، چې کمزوري يې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button