ناټو چارواکو ويلي، چې دغه سازمان به په خپله کلنۍ غونډه کې افغانستان سره له اوږدمهالۍ همکارۍ سره توافق وکړي.
کابل کې د ناټو ملکي استازي اسماعيل ارامز ويلي، افغانستان کې به د ناټو د ملاتړ او روزنيز ماموريت له ۲۰۱۶ز وروسته هم دوام وکړي. نوموړي پرون کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل: «د ناټو غړي هيوادونه به د وارسا غونډه کې ژمنه وکړي، چې د افغان ځواکونو همکارۍ ته به تر ۲۰۲۰ز دوام ورکړي. خو نوموړی وايي، د دوی دغه همکاري به مشروطه وي.
ښاغلي ارامز ويلي، د ناټو غړي هيوادونه به افغان ځواکونو سره د همکارۍ بدل کې د سياسي ثبات، فساد سره د مبارزې، ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو او د بشر حقوقو د تامين غوښتنې ولري.
نوموړي د افغانستان د اردو او پوليسو په ليکو کې د ښځينه سرتېرو ډېرول او د کوچنيانو د حقوقو خوندي کېدا خپل نور شرطونه ښودلي دي.
ناټو دا هم غوښتي، چې امنيتي ځواکونه به له هر ډول سياسي پلويو خوندي وي، په داسې حال کې به ناټو هڅه وکړي، چې تر ۲۰۲۴ز به افغان ځواکونه په خپلو پښو ودروي.
ناټو په داسې حال کې دا شرطونه ږدي، چې د دې ځواکونو په شتونو کې په تېرو پنځلسو کلونو پورته يادې ناخوالې ورځ له بلې ډېرې شوې دي او هر کال يې د تېر په پرتله کچه پورته وي.