پاموړسلايډ

ګوګل کروم د لپټاپ چارج ډېر ژر ختموي

چا چې ګوګل کروم او د مايکروسافټ بروزر چې د مايکروسافټ اډج په نامه يادېږي، کارولي وي، پوهېږي چې کوګل کروم څومره ژر د لپټاپ چارج ختموي او د مايکروسافټ يې څومره ساتي.

د دې له پاره چې د ګوګل کروم کمزوري ښکاره کړي، مايکروسافټ کمپنۍ يوه تجربه ترسره کړې او د تجربې پايله کې ښکاره کوي چې کروم تر ټولو ډېر ژر بټرۍ ختموي او د مايکروسافټ بروزر يې تر ټولو ډېره ساتي. دغه راز فايرفاکس په دويم کتار کې راغلی دی.

د مايکروسافټ له لورې ترسره شوې تجربه ښکاره کوي چې د کروم په پرتله، مايکروسافټ اډج چارج اويا سلنه ډېر دوام کوي. ياده تجربه کې څو کسانو يو مهال په مايکروسافټ اډج، کروم، فايرفاکس او اوپېرا کارول. دوی په دغو بروزرونو کې ګوګل، ويکيپيډيا او نورو پاڼو کې مختلف مطالب لوستل او ويډيوګانې کتلې.

پايلې ښکاره کړې ده چې مايکروسافټ اډج ترټولو ډېر چارج ساتي. د دوی د چارج ساتلو اندازه اويا سلنه ډېره ښودل شوې. دغه راز د فايرفاکس په پرتله مايکروسافټ اډج ۴۳سلنه ډېر چارج ساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button