افغانستان کې له ۲۰۱۲ز راهيسې د ورکې يوې امريکايۍ کورنۍ له طالبانو غوښتي چې د روژې د مياشتې په خاطر د دوی لور، د هغې مېړه او کوچنيان ورخوشې کړي. دغه کورنۍ وايي، تېر کال يې د لور له لوري يو ليک ترلاسه کړی و.
د کيټلان کولمن او جوشوا بويل به نامه يوه امریکايۍ مېرمن او د هغې کاناډايي مېړه هغه مهال ورک شول، چې پلازمېنې کابل ته نږدې يې په يوه غرنۍ سيمه کې سفر کاوه. د دې مېرمنې پلار او مور جېم او لين کولمن يوې امريکايي ورځپاڼې سره خبرو کې ويلي، چې د تېر کال نومبر مياشت کې يې د لور يو ليک ترلاسه کړی و او د جولای په څلورمه (راتلونکې دوشنبه) به يې د لور او زوم د نه ليدو څلور کاله پوره شي.
د ورکې امريکايۍ مېرمنې کشره خور کلاير وايي، په ليک کې يې ليکلي وو: «د کورنۍ ټولو غړو ته زما مينه ورکړه او دا ليک له ټولو سره شريک کړه. کاش تاسو له ما سره وای، مورې! ښه به و چې د پخلي په اړه مې ستا هر څه په مينه اورېدلي وی».
نېول شوې مېرمن ليک کې په ډاګه کړې وه، چې د بند پر مهال يې يو بل کوچنی هم زېږولی دی.
د کولمن کورنۍ له دې ليک وړاندې ۲۰۱۳ز کې د خپلې لور او زوم دوه وېډيوګانې ترلاسه کړې وې، چې په کې له امريکايي حکومته غوښتنه شوې وه، چې دوی د طالبانو له بنده خوشې کړي.
دواړو ښځې او مېړه د ۲۰۱۲ز اوړي کې خپل سفر روسيې ته له تلو پيل کړ، وروسته د منځنۍ اسیا هيوادونو، قزاقستان، تاجکستان او کرغيزستان او بيا افغانستان ته ولاړل.
د نيول شوې جوړې کورنۍ وينسلوينيا کې له سرکا نيوز سره خبرو کې د طالبانو پر لوړ پوړو مشرانو غږ کړی، چې دا چې د روژې مبارکه مياشت نوره په ختمېدو ده، په خاطر دې يې دواړه ښځه او مېړه خوشې کړي او «نرم او مهربان» واوسي.
«د يو سړي، پلار او اوس د نيکه په توګه، زه له تاسو غواړم چې مهربانه شئ او زما لور، د هغې مېړه او ښايسته کوچنيان راخوشې کړئ». جېم کولمان زياته کړې: «مهرباني وکړئ، دوی ته يو وار بيا موږ سره د ګډ ژوند فرصت ورکړئ، چې خپلو کورنيو ته سوله راوړي».
د نېول شوې مېرمنې مور لين کولمان وايي: «زه غواړم خپل لمسيان ووينم، هر وخت د دوی په اړه سوچ کوم، د دوی او د کيټي په اړه هر وخت سوچ کوم، ورځې سختې دي، ټولې ورځې سختې تېرېږي».
معلومه نه ده چې وسله وال طالبان له امريکايي حکومته د دغو دوو تنو د خوشې کولو په بدل کې څه غوښتنې لري، خو څو کاله وړاندې يې د يوه امريکايي پوځي بوبرګډال په بدل کې پنځه تنه لوړپوړي طالب بنديان له ګوانتانامو ازاد کړل.