ولسي جرگه کې د غزني د خلکو استازو څرگنده کړې ده، چې دوی ته د رسېدلو شکايتونو پر اساس د دې ولايت د معارف چارواکو له هغو ښځينه ښوونکو جنسي غوښتنې کړې دي، چې د ازاد رقابت له لارې د ښوونکو پوسټونو ته د ازموينې لپاره ورغلې وې.
د ولسي جرگې دغه غړي وايي، د اداري فساد تر څنگه د دې ولايت ادارو کې اخلاقي فساد هم ښه په زور کې دی.
جرگه کې د غزني د خلکو يوه استازي چمن شاه اعتمادي وويل: «بد بختانه له ډېره وخته له مالي فساد يعنې رشوت اخيستنې نيولې بيا د غزني په معارف رياست کې د ښوونکو د استخدام په برخه کې تر جنسي فساده ستونزې روانې دي، هر چېرته چې مو مراجعه کړې، دا ستونزه تر اوسه نه ده اواره شوې».
ښاغلی اعتمادي وايي، يو شمېر هغو مېرمنو د خلکو استازو ته شکايت کړی، چې د ازاد رقابت له لارې د ښوونکو د دندو تر لاسه کولو لپاره ازموينې ته حاضرې شوې وې. هغوی وايي، چې د غزني د معارف چارواکو د رقابتي ازموينې پر مهال ترې جنسي غوښتنې کړې دي.
ښاغلی اعتمادي وايي: «هغه چارواکي چې د غزنې د ښوونې او روزنې رياست کې فساد ترسره کوي، د ښوونې او روزنې وزارت له لوړپوړو چارواکو سره يې لاس يو کړی، که داسې نه وی، نو دا څو کاله چې په پرلهپسې ډول شکايتونه مخ ته راځي، د فساد په له منځه وړلو کې به يې اغېز لرلی وی».
د ولسي جرگې بلې غړې نفيسه عظيمې هم د غزنې د معارف چارواکو له لوري له ښځينه ښوونکو د جنسي اړيکو د غوښتنې پخلی وکړ او زياته يې کړه، چې وزارت په دې هر څه خبر دی خو په اړه يې گام نه پورته کوي.
د ولسي جرگې او د جرگې د ښوونې او روزنې کميسيون بل غړي محمد علي اخلاقي هم تاييد کړه، چې په ځينو ادارو کې د اداري فساد سربېره اخلاقي فساد هم شتون لري.
نوموړي وويل: «يوه له دغو ادارو چې بد بختانه هلته فساد شته، د غزني د ښوونې او روزنې رياست دی، ښوونکو موږ ته تيليفونونه کول او په ژړا يې ويل، چې تر هغه د ښوونکي دنده نه شي تر لاسه کولی، چې له پنځوسو تر شپېتو زرو افغانۍ بډې ورنه کړي». د هغه په وينا هغه خلک دغو پوسټونو کې کاميابېږي، چې پيسې لري.
د غزني د معارف رياست وياند مجيب مهرداد پخوا منلې وه، چې رياست کې فساد شته. خو د غزني چارواکو تر دې دمه د وروستيو شکايتونو په اړه څه نه دي ويلي.