د امريکا د کانگريس د مشرانو جرگې يوې کمېټې څلور زره نورو هغو افغانانو ته وېزې تصویب کړې دي، چې افغانستان کې يې د روانې جگړې په اوږدو کې د بهرنيو ځواکونو ملاتړ کړی. خو وېره شته چې د استازيو جرگه د مشرانو جرگې دغه تصويب شوې لايحه د تېر په څېر يو وار بيا رد کړي.
د امريکا مشرانو جرگې اختصاصي کمېټې په قاطع اکثريت د دغو اضافي وېزو د صادرېدو لايحه تصويب کړې ده. امريکا دغه وېزې هغو افغانانو ته ورکوي، چې افغانستان کې يې نړيوالو ځواکونو سره د ترجمانانو په توگه يا هم نور کارونه ترسر کړي دي. دغه افغانان ادعا کوي، چې بهرنيو ځواکونو سره د کار له امله يې ژوند له گواښ سره مخ دی او بايد د امريکا په گډون نور بهرني هيوادونه پناه ورکړي.
د امريکا کانگريس تېرو دوو کلونو کې اووه زره اضافي وېزې تصويب کړې وي، خو اوسني حکومت د را روان مالي کال لپاره د څلور زرو نورو وېزو صادرولو غوښتنه وکړه. د کانگريس د بوديجې دفتر وايي، دغه شمېر وېزې به په راتلونکو لسو کلونو کې شاوخوا څلور نيم سوه ميليون ډالر لگښت ولري.