افغانستانخبرونهسلايډ

دوستم وایي تش په نوم لومړی مرستیال دی

د ولسمشر لومړی مرستیال په دولت نیوکه کوي، وایي په حکومت کې ورته لازمه ونډه نده ورکړل شوې.

کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د همکارۍ سازمان سر مشریزه کې د کډون لپاره ازبکستان ته لاړ، نو د حکومت د اداره کولو لپاره یې د ځان پر ځای څوک ونه ګماره، په داسې حال کې چې د افغانستان د اساسي قانون د شپېتمې مادې پربنسټ، “د جمهور رئیس لومړی مرستیال د جمهور رئیس د غیاب، استعفاً او یا مړینې په حالاتو کې د دې اساسي قانون له مندرجو حکمونو سره سم، کار کوي”.

خو د ولسمشر ویاند ظفر هاشمي وايي ولسمشر غني کوالی شي د ټکنالوژۍ په مټ له هېواد بېرون هم خپل هېواد اداره کړي. دوستم وایي که په حکومت کې ورته لازمه ونډه ور نه کړل شې نور داسې حالت ورته د زغملو وړ نه ده، هغه وايي د اجرائیه ریس عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځه د پنځوس پنځوس فیصده واک په وېشلو سره له لومړۍ ورځې مخالف وم.

د ښاغلي دوستم دغه څرکندونې د هغه یو مطبوعاتي کارکوونکي حبیب قویاش لخوا په ټولنېزو رسنېو کې خپرې شوې. خو د افغانستان جمهوري ریاست د دوستم د څرکندونو په غبرګون کې ویلي، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ښاغلی دوستم په ټولو لویو پرېکړو کې سهیم دی.

د جمهور ریس مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په بیلا بیلو مواردو کې په لویو پرېکړو کې سهیم دی، او د خلکو په ګمارنه کې له هیڅ چا سره د مور مېرې چلند ندی شوی.مینه پال وایي د لومړۍ مرستیالۍ ترڅنګ په امنیت شورا، اقتصادي شورا او کابینه کې د دوستم غړیتوب هغه څه دي چې قانون ورته ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button