له کنړه دوه کاله وړاندې بهرني ځواکونه ووتل. افغان امنیتي چارواکي وايي چې شاوخوا ۱۵۰ بهرني عسکر یو ځل بیا دغه ولایت ته راغلي دي.
د کنړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي دغه ولایت ته د بهرنیو ځواکونو د ورتګ پخلی کړی دی. هغه ویلي چې بهرني ځواکونه به له افغان امنیتي ځواکونو سره د دغه ولایت «د امنیت د تامین او بیارغونې د پلانونو عملي کولو» کې مرسته وکړي.
د سیدخیلي له قوله یاد عسکر تېره اوونۍ د دغه ولایت په ښار او ځينو ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي.
د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې، بهرني ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته یوازې د مشوره ورکولو او تجهیز او روزنې په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.
خو د تړون له لاسليک وروسته ډېر ځل داسې راپورونه ورکړل شوي دي، چې امريکايي ځواکونو د وسله والو مخالفینو پرضد جګړو کې برخه اخيستې ده.