روغتيا

په اسانۍ سره له خپل عمره ځوان ښکاره شئ

وخت د انسان پر پوستکي ډېرې منفي اغېزې لري او د هوا خرابي او د لمر وړانګې د پوستکي باندنۍ برخه ژر زړوي، چې له دې شيانو ځان ساتل هم یوه اندازه سخت دي.

د عمر له ډېرېدو سره د پوستکي ښکلا مخ په ختمېدو وي او که وړ ساتنه يې ونه شي، نو شکل وچ او عمر يې ډېر برېښي، دا مسئله په ځانګړې توګه په سړيو کې ډېره عامه ده.

نو که څوک غواړي له خپل اصلي عمره ځوان ښکاره شي، د سترګو لاندې برخه باندې بايد ډېره پاملرنه وکړي.

هغه داسې چې د سترګو لاندې برخه کې چې کوم پوستکی دی، خورا نازک او نری دی او ژر تورېږي، چې له امله يې د انسان شکل زوړ ښکاري.

خو د دې چاره شته، د ډاکټرانو له مشورې سره سم د سترګو له ښو کريمو او د ګوتې له يوه معمولي حرکت سره انسان دغه اغېز له منځه وړای شي.

ډاکټران وايي، چې لومړی بايد ښه کريم غوره شي او استعمال يې د لاس د نورو ګوتو پر ځای پر څلورمه ګوته وشي، ځکه دې سره به پرې زور کم راځي، داسې چې له کريم وهلو وروسته ګوته بيا بيا په دغه برخه ونه موښل شي، بلکې له يوه لوري دې ګوته کېښودل شي او بل لور ته دې په تېزۍ وويستل شي.

د ډاکټرانو په وينا په داسې کولو به په څو اوونيو کې خپل شکل کې مثبت بدلون ووينئ او د خپل عمر په پرتله به ځوان وبرېښئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button