د کوټ پر امنيتي پوستو بريدونه شوي
داعش جگړه مارو نن سهار وختي د ننگرهار د کوټ ولسوالۍ پر گڼو امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې مرگ ژوبله رامنځته شوې ده.
د کوټ ولسوال سيد رحمان د دې جگړو پخلی کړی او رسنيو سره خبرو کې يې ويلي، چې پنځه ويشت امنيتي پوليس نادرکه شوي دي. نوموړی وايي، هوايي ځواک پر بريدگرو وسله والو بريدونه کړي، چې له امله درانه تلفات ور اوښتي دي. ولسوال سيد رحمن نښته کې د امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو څرگنده کړې يې ده، چې له وژل شويو داعش جگړه مارو سره يې پاکستان کارتونه موندلي دي.
د ننگرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال ويلي، چې تر دې دمه د جگړې له سيمې درې جسدونه او دولس ټپيان ور وړل شوي دي. هغه په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
د کوټ پر امنيتي پوستو د داعش وسله والو بريدونه په داسې حال کې کېږي، چې څه موده وړاندې د ننگرهار قومي مخورو او سپين ږيرو کابل کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته شکايت وکړ، چې امريکايي هوايي ځواک خپلو بريدونو کې يوازې هغه وسله وال او قومي مشران په نښه کوي، چې د داعش ضد فعاليتونه کوي.