د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ له بيبيسي اردو خبري چینل سره په مرکې کې ویلي چې افغانانو د ډيورنډ کرښه نه منلې او نه یې مني او پر دې کرښې جگړه هم نه غواړي. کرزي پاکستان ته په خطاب کې وویلې چې باید له افغانستان سره داسې اړیکه او چلند ولري چې د جگړې لامل ونه گرځي.
کرزي د پاکستان دا سیاستونه چې گواکي غواړي افغانستان له هند سره دوستانه اړیکې ونه لري په کلکو ټکو رد کړې. کرزي د افغانستان، ایران او هند د نوې اړیکو او منځنۍ اسیا ته د لارې جوړولو په اړه وویل چې پاکستان باید په دې خواشینی نه شي چې افغانستان د دې پرېکړې غړی هېواد دی. کرزي له پاکستانه غوښتنه وکړه چې د افغانستان، هند او ایران په طرحه کې دې فعاله برخه واخلي.
حامد کرزي همداراز زیاته کړه چې پاکستان غواړي افغانستان له هند سره سوداگریزه اړیکه ونه لري او هند منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې لاسرسی پیدا نه کړي چې دا بیا افغانانو ته هیڅکه هم د منلو وړ نه دی.
کرزي همدارنگه زیاته کړه چې افغان ملت له پاکستانه ملته ډېر خوښ دی خو د پاکستان د حکومت له پالیسو څخه ډېر خپه دی.